پېدايښت 38

38
اتۀ دېرشم باب
يهوداه او تامار
1هم هغه وخت يهوداه خپل وروڼه پرېښودل، لاړو او د حيره نومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو. 2هلته يهوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاو شو چې د هغې د پلار نوم سوع وو. يهوداه هغه وادۀ کړه او ورسره څملاستو، 3د هغې يو زوئ وشو، چې هغۀ پرې عير نوم کېښودو. 4هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو او هغې پرې اونان نوم کېښودو. 5د هغې يو بل زوئ وشو او د هغۀ نوم يې سيله کېښودو. يهوداه په کزيب کښې وو چې کله دا ماشوم پېدا شو. 6يهوداه د خپل مشر زوئ عير دپاره ښځه وکړه چې د هغې نوم تامار وو. 7د عير سلوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو او هغه ترې نارضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو. 8بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“ 9خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى. 10هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو. 11بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده. 12څۀ وخت وروستو د يهوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه او د هغۀ ملګرى د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې. 13تامار ته چا ووئيل چې د هغې سخر ګډو کلولو له تمنت ته ځى. 14نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې او مخ يې په څادر پټ کړو او د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښۀ پته وه چې د يهوداه وړوکے زوئ لوئ شوے وو او تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې. 15چې کله يهوداه هغه وليده، نو خيال يې دا وو چې ګنې کنجره ده، ځکه چې هغې خپل مخ پټ کړے وو. 16هغه د لار په غاړه هغې له ورَغلو او وې وئيل، ”زۀ تا سره څملاستل غواړم.“ هغۀ ته پته نۀ وه چې هغه يې اِنږور ده. هغې ووئيل، ”تۀ به ما له څۀ راکړې؟“ 17هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به تا له د خپلې رَمې نه يوه چېلۍ درولېږم.“ هغې ووئيل، ”ټيک ده، خو تۀ ما له په ضمانت کښې څۀ راکړه چې د ځان سره يې تر هغې پورې کېږدم چې تا چېلۍ نۀ وى رالېږلې.“ 18هغۀ ترې تپوس وکړو، ”زۀ په ضمانت کښې څۀ درسره کېږدم؟“ هغې ورته ووئيل، ”ستا په غاړه کښې خپل مهر سره د مزى او ستا په لاس کښې دا امسا.“ هغۀ دا څيزونه هغې له ورکړل. بيا دوئ څملاستل او هغه اُميدواره شوه. 19تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو او د کونډتوب جامې يې بيا واغوستلې. 20وروستو يهوداه خپل ملګرے حيره عدلامى د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مونده. 21هغۀ په عينيم کښې د څۀ کسانو نه تپوس وکړو، ”هغه کنجره چرته ده چې د لارې په غاړه ناسته وه؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دلته خو کنجره نۀ وه.“ 22هغه يهوداه ته واپس راغلو او وې وئيل، ”ما هغه ونۀ موندله. د هغه ځائ خلقو ووئيل چې په هغه ځائ کښې کله هم کنجره نۀ وه.“ 23يهوداه ووئيل، ”پرېږده چې هغه څيزونه هغه د ځان سره وساتى. مونږ نۀ غواړُو چې خلق راپورې وخاندى. ما هغې له د مزدورۍ ورکولو کوشش وکړو، خو تا هغه ونۀ موندله.“ 24تقريباً درې مياشتې وروستو يهوداه ته چا ووئيل، ”ستا اِنږور تامار کنجرتوب کولو او اوس هغه اُميدواره ده.“ يهوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ او په اور کښې يې وسوزوئ.“ 25چې هغه بهر راوويستلے شوه، هغې خپل سخر له خبر ورولېږلو، ”زۀ د هغه سړى نه اُميدواره يم چې دا څيزونه د چا وى. دې ته وګورئ چې دا مهر سره د مزى او دا لښته د چا دى.“ 26يهوداه دا وپېژندل او وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ او يهوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه. 27چې کله د هغې د بچى پېدا کېدو وخت راغلو، دا پته ولګېده چې د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى دى. 28چې کله هغه په تکليف کښې وه، يو ماشوم لاس رابهر کړو، دايڼې يې لاس راونيولو، سور تار يې ترې تاو کړو او وې وئيل، ”دا وړومبے پېدا شوے دے.“ 29خو هغۀ خپل لاس واپس راښکلو او د هغۀ ورور وړومبے پېدا شو. بيا هغه دايڼې ووئيل، ”تا څنګه د ځان دپاره د راوتلو لار جوړه کړې ده.“ نو د هغۀ نوم فارص شو. 30بيا د هغۀ ورور پېدا شو چې د هغۀ د لاس نه سور تار تاو وو او د هغۀ نوم زارح شو.

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 38: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in