زبور ۳۲
۳۲
دوه دېرشم زبور
په ګناه اقرار کول او بخښنه
(د داود زبور)
1 بختور دی هغه څوک چې سرکښي یې بخښل شوې
هغه څوک چې په ګناهونو یې اچول شوې پرده
2 بختور دی هغه څوک چې څښتن یې نه ګڼي مجرم
او هغه څوک چې د ټګۍ نه پاک وي
3 کله چې نه مې کاوه اقرار په ګناهونو خپلو
نو ټوله ورځ به له زګېروو نه زه ستومانه ومه
4 راکوله به سزا راته شپه او ورځ تا ای څښتنه
ما قوت خپل بیخي ورکړ له لاسه
لکه څنګه چې د اوړي ګرمي وچ کړي لنده بل
5 نو ما تاته اقرار وکړلو د خپلو ګناهونو
پټ مې نه کړل ما له تا نه خپل جرمونه
دا مې وویل د خپل ځان سره په زړه کې:
«زه به په خپلو سرکښیو باندې وکړمه اقرار څښتن ته»
او تا زما ټول ګناهونه معاف کړل
6 نو چې موقع نه وي د لاس ځینې وتلې
باید ټول وفادار خلک دعا وغواړي له تا نه
چې کله زیات شي تکلیفونه د سېلاب په شان
تکلیف به دوی ته ور ونه رسیږي
7 ته پناه یې زما ما به ساتې د تکلیفونو نه
زما د بچ کېدو نغمې چاپېره به ویلی شي
8 څښتن وایي: «هغه لار به درته ښایم
چې باید ته پرې لاړ شې
تاته به وکړم لارښوونه زه
او په تا به ساتم نظر
9 بې عقل کېږئ مه لکه د اس او د قچر په شان
چې کنترول یې په قیضه او واګي کیږي
او که نه نو رابه نه شي ستاسو خواته»
10 ډېر وي غمونه بدکارانو لره
خو چې څوک کړي په څښتن باندې توکل
ساتل کیږي به هغه د ده په تلپاتې مینه
11 ای نېکانو، هغه څه چې څښتن کړي
په هغو خوشحاله اوسئ او ښادي کړئ
صادقانو، د خوښۍ ووهئ چیغې!
Atualmente Selecionado:
زبور ۳۲: APB
Destaque
Compartilhar
Copiar
Quer salvar seus destaques em todos os seus dispositivos? Cadastre-se ou faça o login
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.