Logotipo da YouVersion
Ícone de Pesquisa

زبور ۲۵

۲۵
پنځه ویشتم زبور
د لارښوونې او ساتنې دپاره دعا
(د داود زبور)
1 څښتنه ستا درګاه ته زه دعا کومه
2 زما خدایه، توکل دی زما په تا
مه مې پرېږده چې شرمنده شم
مه پرېږده چې دښمنان مې شي خوشحال راباندې
3 چې په تا کوي توکل هغه به نه شي شرمنده
بې سببه چې خیانت کړي شي هغوی به شرمنده
4 ای څښتنه، خپلې لارې دې راوښایه ته ماته
طریقې د ژوند رازده کړه خپلې ماته
5 حقیقي لاره راوښایه ما پوه کړه
ځکه ته زما ژغورونکی خدای یې
تل په تا باندې توکل کړم
6 در په یاد کړه ای څښتنه
هغه خپل رحم او تلپاتې مینه
چې دې کوله له ازله ځینې
7 ګناهونه او سرکښۍ د ځوانۍ مې کړه ته هېرې
در په یاد مې کړه څښتنه په تلپاتې مینې خپلې
مهربان یې ای څښتنه
8 څښتن نېک دی او صادق دی
ګناهکارو ته ورښایي سمه لاره
9 عاجزانو ته ورښایي نېغه لاره
طریقه خپله وروښایي هغوی ته
10 هغو خلکو ته به وکړي لارښوونه په مینه او وفا
چې ولاړ د ده په لوظ وي او مني د ده حکمونه
11 د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنه
ګناهونه زما معاف کړه ځکه زیات دي
12 هغه څوک چې کوي وېره له څښتنه
هغه وبه ښایي هغه ته سمه لاره چې پرې لاړ شي
13 دی همېش به وي سوکاله
اولاده به یې د ځمکې وارثان شي
14 دی څښتن ملګری د هغو خلکو
څوک چې کوي وېره د هغه ځینې
دی به هغوی سره خپل لوظ کړي تایید
15 سترګې په لاره یمه همېش څښتن ته
ځکه هغه مې خلاصوي د دښمن له دامه څخه
16 زما خواته نظر وکړه ای څښتنه رحم وکړه په ما
ځکه چې زه یمه تنها او هم مظلوم یمه زه
17 د زړه غمونه مې زیات شوي دي
ټولو سختیو نه نجات راکړه
18 زما غمونو، تکلیفونو ته نظر وکړه ته
او ګناهونه راته وبخښه ټول
19 ګوره څومره زیات دي دښمنان زما
ګوره څومره سخت کوي نفرت له ما
20 ته مې وساته خلاصون راکړه ته ماته
مه پرېږده چې شرمنده شم
له همدې وجې پناه راوړمه تاته
21 کړي نېکي او صداقت دې زما ساتنه
ځکه چې زه کوم توکل په تا
22 ته کړه خلاص ای خدایه
اسراییل له خپلو ټولو تکلیفونو

Atualmente Selecionado:

زبور ۲۵: APB

Destaque

Compartilhar

Copiar

None

Quer salvar seus destaques em todos os seus dispositivos? Cadastre-se ou faça o login