زبور ۲۱
۲۱
یوویشتم زبور
د کامیابۍ دپاره د څښتن ثنا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
1 پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحالي
کړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی
2 تا دی پوره کړی د هغه د زړه ارمان
رد کړی نه دی تا د هغه د خولې سوال
3 تا پاچا کړ استقبال په ډېرو ښو برکتونو
کېښود دې په سر د هغه تاج د سوچه سرو زرو
4 هغه ژوند وغوښت له تا نه
اوږد عمر دوامدار دې ورته ورکړ
5 ستا په مرسته د هغه جلال ډېر لوی شو
تا ورکړی دی هغه ته ښه شهرت
هم ډېر زیات شان او شوکت
6 هغه ته دې ورکړی برکت نه ختمېدونکی دی
ورکړی خپل دیدار دې ورته زړه خوشحالوونکی دی
7 کړي پاچا توکل څښتن تعالی باندې
په سبب د ده د تلپاتې مینې
هغه تل به وي په امن
8 ته به خپل ټول دښمنان ونیسې
وبه نیسې هغو چې کوي کرکه له تا نه
9 چې ښکاره کله ته ځان کړې
د تنور د اور په شان به دوی برباد کړې
په خپل قهر به څښتن هغوی هلاک کړي
دوی به وسوځوي اور
10 ته به مړه کړې هغوی ټول
څوک ژوندی به پاتې نه شي د هغوی د اولادې نه
11 جوړوي د ستا په ضد دوی دسیسې
او ستا په ضد د شرارت پلانونه
خو کامیاب به دوی پرې نه شي
12 په هغوی باندې به خپل غشي ګوزار کړې
دوی په شا به شي او وبه کاندي تېښته
13 مونږه ستا کوو ستاینه ای څښتنه
ستا د لوی قوت دپاره
مونږ به ووایو سندرې او ثنا ستا د قدرت
Atualmente Selecionado:
زبور ۲۱: APB
Destaque
Compartilhar
Copiar
Quer salvar seus destaques em todos os seus dispositivos? Cadastre-se ou faça o login
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.