Kisary famantarana ny YouVersion
Kisary fikarohana

لوقا 23

23
درويشتم باب
د حضرت عيسىٰ د پيلاطوس په وړاندې پېشى
1د دې سره ټوله غونډه پاڅېدله او عيسىٰ يې پيلاطوس له بوتلو. 2او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“ 3بيا پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“ 4نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“ 5خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“
د حضرت عيسىٰ د هيروديس په وړاندې پېشى
6کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”ولې دا سړے ګليلى دے څۀ؟“ 7او چې د دې نه خبر شو چې عيسىٰ د هيروديس د حکومت اختيار لاندې دے نو هغۀ دا مقدمه هيروديس له ولېږله څوک چې په خپله په هغه ورځو کښې د يروشلم په دوره وو. 8کله چې هيروديس عيسىٰ وليدو نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ په حقله يې اورېدلى وُو او د ډېر وخت نه يې دا خواهش وو چې هغه ووينى او په دې طمع وو چې د هغۀ د لاس نه څۀ معجزه ووينى. 9هيروديس د عيسىٰ نه ډېر تپوسونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. 10خو مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوړاندې شول او د عيسىٰ خلاف يې سخت اِلزامونه شروع کړل. 11بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بې‌عزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو. 12هم په هغه ورځ هيروديس او پيلاطوس دوستان شول، د دې نه وړاندې دوئ په خپلو کښې دشمنان وُو.
په حضرت عيسىٰ د مرګ فتوىٰ
13پيلاطوس بيا مشران اِمامان، مشران او څۀ نور خلق راوبلل، 14او ورته يې ووئيل، ”تاسو دا سړے ما ته د خلقو د بې‌لارې کولو په اِلزام کښې راوستے دے خو لکه چې تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندې د هغۀ نه معلومات وکړو او په هغۀ کښې مې هغه جرم ونۀ موندلو چې تاسو پرې د کوم دعوىٰ کړې ده. 15او نۀ هيروديس په کښې څۀ وموندل ځکه چې هغۀ هغه واپس ما له راولېږلو. دې نه دا پته لګى چې دۀ داسې څۀ جرم نۀ دے کړے چې د مرګ لائق وى. 16نو زما په خيال د يو څو کوړو سزا تېرولو نه وروستو به يې پرېږدم.“ 17د اختر په موقع به هغۀ ته دا اجازت وو چې د هغوئ په وينا يو قېدى آزاد کړى. 18خو هغوئ ټولو په جمع شور جوړ کړو، ”دا سړے ختم کړه. مونږ ته برابا آزاد کړه.“ 19برابا هغه څوک وو چې په ښار کښې د بغاوت او قتل په اِلزام کښې قېد کړے شوے وو. 20پيلاطوس هغوئ ته بيا مخاطب شو او دا يې غوښتل چې عيسىٰ آزاد کړى. 21خو هغوئ چغې وهلې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ 22پيلاطوس په درېم ځل بيا هغوئ ته ووئيل، ”ولې؟ دۀ څۀ ګناه کړې ده؟ ما هغۀ کښې داسې څۀ جرم ونۀ ليدو چې د مرګ سزا ورکړم، ځکه زۀ به د کوړو سزا ورکړم او بيا به يې آزاد کړم.“ 23خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې. 24نو پيلاطوس دا فېصله وکړه چې د هغوئ د خوښې کار دې وشى. 25هغۀ هغه سړے آزاد کړو چې هغوئ غوښتو څوک چې د بغاوت او قتل په جرم کښې قېد شوے وو، او عيسىٰ يې د هغوئ مرضۍ ته وسپارلو.
د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول
26چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو. 27ډېر خلق ورپسې وُو چې په کښې ګڼې ښځې هم وې، چې ځانونه يې وهل او په هغۀ يې وير کولو. 28عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ”اے د يروشلم لوڼو. ما پسې ژړا مۀ کوئ خو په خپل ځان او د خپل اولاد دپاره وير وکړئ. 29ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې. 30بيا به هغوئ غرونو ته وائى چې په مونږ راورغړئ. او غونډو ته به وائى چې مونږ پټ کړئ. 31ځکه چې د شنې ونې دا حال وى نو د وچې به څۀ حال وى؟“ 32د عيسىٰ نه بغېر دوه نور مجرمان هم وُو چې هغۀ سره په سولۍ کولو له بوتلے شول. 33کله چې هغوئ کوپړۍ نومې ځائ ته ورسېدل نو هلته يې هغه د دوو مجرمانو سره په سولۍ کړو. يو يې د هغۀ ښى او بل يې ورسره ګس لاس ته راځوړند کړے وو. 34عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې. 35او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“ 36سپاهيانو هم په هغۀ پورې ټوقې وکړې او هغۀ له يې سرکه ورکړه. 37او ورته يې وئيل چې، ”کۀ چرې تۀ د يهوديانو بادشاه يې نو خپل ځان بچ کړه.“ 38د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تختۍ لګولې وه چې پرې داسې ليکل وُو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه دے.“ 39په هغه مجرمانو کښې يو چې ورسره په څنګ کښې راځوړند وو عيسىٰ ته پېغور ورکړو، ”ولې تۀ مسيح نۀ يې څۀ؟ نو بيا خپل ځان او مونږ هم بچ کړه.“ 40خو دوېم مجرم په دې هغه ورټلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک نه نۀ يرېږې څۀ؟ تا ته هم د دۀ په شان سزا درکولے کيږى. 41مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“ 42او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“ 43عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“
د حضرت عيسىٰ وفات کېدل
44د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. 45نمر پټ شو او د خُدائ د کور پړده په مينځ دوه شوه. 46نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه. 47نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بې‌شکه چې دا سړے بې‌ګناه وو.“ 48خو هغه ټول خلق چې دې تماشې ته راجمع شوى وُو کله چې هغوئ دا واقعه وليدله نو ماتم يې وکړو او کورونو ته واپس لاړل. 49د عيسىٰ ټول دوستان هلته لرې ولاړ وُو او کومې ښځې چې د ګليل نه ورپسې راغلې وې، هغوئ هم ورسره ولاړې وې او دا هر څۀ هغوئ په خپله وليدل.
د حضرت عيسىٰ ښخول
50نو بيا هلته يوسف نومې يو سړے وو چې د جرګې ممبر او نېک او صادق سړے وو. 51د هغۀ د هغوئ په دې فېصلې او صلاح کښې ورسره راضى نۀ وو. چې د يهوديانو د ارمتيه ښاريې سره يې تعلق وو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ په انتظار وو. 52نو هغه بيا پيلاطوس له لاړو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو. 53بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو. 54دا د تيارۍ کولو ورځ وه او د سبت ورځ شروع کېدونکې وه. 55کومې ښځې چې ورسره د ګليل نه راغلې وې هغوئ يوسف پسې وې او هغوئ قبر په نښه کړو او دا يې کتل چې د عيسىٰ لاش يې چرته ښخ کړو. 56بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.

Voafantina amin'izao fotoana izao:

لوقا 23: PYPB

Asongadina

Hizara

Dika mitovy

None

Tianao hovoatahiry amin'ireo fitaovana ampiasainao rehetra ve ireo nasongadina? Hisoratra na Hiditra