Kisary famantarana ny YouVersion
Kisary fikarohana

يوحنا 5

5
پينځم باب
حضرت عيسىٰ يو ګوډ سړى له شفا ورکوى
1د دې نه پس د يهوديانو اختر وو، او عيسىٰ يروشلم ته لاړو. 2په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى. 3په دې دالانونو کښې ګڼ معذوران، ړاندۀ، ګوډ، شل، پراتۀ وُو. 4ځکه چې وخت په وخت به د خُدائ پاک يوه فرښته دې تالاب ته راکوزېدله او دا اوبۀ به يې خوځولې او هغه څوک چې به د ټولو نه وړومبے دې اوبو ته ورکوز شو نو هر څۀ بيمارى چې به يې وه د هغې نه به روغ شو. 5په دغه خلقو کښې يو سړے وو چې د دوه کم څلوېښتو کالو راسې شل وو. 6کله چې عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو او د دې نه خبر شو چې دے د ډيرې مودې راسې بيمار دے، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تۀ غواړې چې روغ شى؟“ 7بيمار سړى جواب ورکړو چې، ”صاحبه، زما هيڅوک نشته چې کله اوبۀ وخوځولے شى نو چې ما دې تالاب ته ورکوز کړى. او کله چې زۀ اوبو له وررسم نو بل زما نه مخکښې وردانګلى وى.“ 8بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه، خپله بستره دې واخله او ځه.“ 9سړے سمدستى جک جوړ شو، او خپله بستره يې واخستله او روان شو. دا د سبت ورځ وه. 10نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“ 11خو هغۀ جواب ورکړو چې، ”کوم سړى چې زۀ روغ کړم هغۀ ما ته وفرمائيل چې خپله بستره واخله او ځه.“ 12هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”هغه سړے څوک دے چې تا ته يې ووئيل چې خپله بستره واخله او ځه؟“ 13خو هغه روغ شوى سړى ته دا پته ونۀ لګېده چې هغه څوک وو ځکه چې هلته ډېره ګڼه وه او عيسىٰ په ګڼه کښې غېب شو. 14د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“ 15هغه سړے په مخه لاړو او د يهوديانو مشرانو ته يې ووئيل چې، ”دا هغه عيسىٰ وو چې ما له يې شفا راکړه.“ 16نو په دې وجه د يهوديانو مشرانو د عيسىٰ زورول شروع کړل ځکه چې هغۀ دا کارونه د سبت په ورځ کول. 17نو عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى او زۀ هم کار کوم.“ 18په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.
د زوئ اختيار
19عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى. 20ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ. 21لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى. 22بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے 23نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے. 24زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے. 25زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى. 26ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے. 27او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے. 28په دې مۀ حېرانېږئ ځکه چې داسې وخت راروان دے کله چې هغه ټول څوک چې په قبرونو کښې دى، هغه به د دۀ آواز واورى 29او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.
د حضرت عيسىٰ په باب کښې ګواهى
30زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم. 31کۀ چرې زۀ د خپل ځان په حقله ګواهى وکړم نو زما ګواهى رښتينې نۀ ده. 32بلکې يو بل څوک هم شته چې هغه زما دپاره ګواهى ورکوى او ما ته پته ده چې د هغۀ ګواهى زما په حقله رښتينې ده. 33تاسو يحيىٰ ته خپل پېغام وړُونکى ورلېږل او هغۀ هم د دې حقيقت ګواهى ورکړه. 34خو زۀ د انسان د ګواهۍ محتاج نۀ يم خو زۀ دا دې دپاره وايم چې تاسو بچ شئ. 35يحيىٰ بلېدونکې ډيوه وه چې رڼا يې کوله او تاسو غوښتل چې د لږ وخت دپاره د هغۀ په رڼا کښې خوشحالى وکړئ. 36خو زۀ د يحيىٰ د ګواهۍ نه لويه ګواهى لرم. هغه کارونه چې زما پلار ما ته حواله کړى وُو چې زۀ يې سر ته ورسوم، يعنې هم هغه کارونه چې زۀ يې کوم، دا زما ګواهى ورکوى چې پلار زۀ رالېږلے يم. 37او پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ په خپله زما په حقله ګواهى ورکړې ده. تاسو هيڅکله د هغۀ آواز نۀ دے اورېدلے او نۀ مو د هغۀ صورت ليدلے دے، 38او نۀ ستاسو په زړۀ کښې د هغۀ د کلام دپاره ځائ شته ځکه چې تاسو په هغۀ باور نۀ کوئ چا چې هغه رالېږلے دے. 39تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى. 40خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ. 41زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم. 42خو زۀ تاسو پېژنم چې ستاسو په زړُونو کښې د خُدائ پاک مينه نشته. 43زۀ د خپل پلار په نوم راغلے يم او تاسو ما نۀ قبلوئ خو کۀ بل څوک په خپله نامه راشى نو تاسو به يې قبول کړئ. 44تاسو څنګه د ايمان خاوندان کېدے شئ کله چې تاسو د يو بل نه د عزت اُميد کوئ او د هغه عزت لټون نۀ کوئ کوم چې د واحد خُدائ پاک له طرفه دے؟ 45دا سوچ مۀ کوئ چې زۀ به د پلار په وړاندې په تاسو اِلزام ولګوم. په تاسو اِلزام لګونکے موسىٰ دے، په چا چې تاسو اُميد ساتئ. 46کۀ چرې تاسو په موسىٰ ايمان ساتئ نو په ما به يې هم ساتئ ځکه چې هغۀ زما په حقله ليکلى دى. 47خو کۀ تاسو د موسىٰ په کلام ايمان نۀ ساتئ نو زۀ چې څۀ وايم تاسو به په هغې څۀ ايمان وساتئ.“

Voafantina amin'izao fotoana izao:

يوحنا 5: PYPB

Asongadina

Hizara

Dika mitovy

None

Tianao hovoatahiry amin'ireo fitaovana ampiasainao rehetra ve ireo nasongadina? Hisoratra na Hiditra