YouVersion logotips
Meklēt ikonu

لوقا 18

18
اتلسم باب
د يوې کونډې او د يو قاضى مِثال
1بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى. 2نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په يو ښار کښې يو قاضى وو چې نۀ ورسره د خُدائ پاک يره وه او نۀ يې د خلقو پرواه کوله. 3او هم په دغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغه به بيا بيا هغۀ له راتله او ورته به يې وئيل چې زما د مخالفينو او زما تر مينځه اِنصاف وکړه. 4ډېره موده هغۀ اِنکار کولو خو آخر يې په زړۀ کښې ووئيل، حقه خو دا ده چې زۀ نۀ خو د خُدائ پاک نه يرېږم او نۀ د خلقو پرواه کوم، 5خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“ 6بيا مالِک عيسىٰ وفرمائيل، ”تاسو دې بې‌اِنصافه قاضى ته غوږ شئ چې دۀ څۀ ووئيل. 7نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟ 8زۀ تاسو ته وايم، هغه به ډېر زر د هغوئ سره اِنصاف وکړى. خو کله چې اِبن آدم دوباره راشى، نو ولې هغه به څوک ايماندار په زمکه پېدا کړى؟“
د فريسى او يو محصولچى مِثال
9عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو، 10”دوه سړى د دُعا دپاره د خُدائ کور ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصولچى. 11فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بې‌ايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم. 12زۀ په هفته کښې دوه روژې نيسم او څۀ چې ګټم خُدائ پاک ته د هغې نه لسمه ورکوم. 13خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم. 14زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“
ماشومانو له برکت ورکول
15خلقو عيسىٰ له خپل ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى. کله چې مريدانو دوئ وليدل نو وې رټل. 16خو عيسىٰ هغه ماشومان راوبلل او وې فرمائيل، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده. 17زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى لکه د ماشوم قبوله نۀ کړى، هغوئ به هيڅکله په دې کښې داخل نۀ شى.“
يو مالدار حاکِم
18يو حاکِم د عيسىٰ نه دا تپوس وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. داسې څۀ وکړم چې د تل ژوندون وارث شم؟“ 19عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته. 20تا ته د شريعت حُکمونه خو معلوم دى، زنا مۀ کوه، قتل مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“ 21حاکِم جواب ورکړو چې، ”ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“ 22د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“ 23په دې خبرو د حاکِم زړۀ په ډوبېدو شو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. 24عيسىٰ چې د هغۀ حالات وليدل نو وې فرمائيل، ”د مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے. 25د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ 26چا چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”نو څوک به بيا خلاصون ومومى؟“ 27عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.“ 28پطروس ووئيل، ”وګوره مونږ خپل کورونه پرېښى دى چې په تاسو پسې روان شو.“ 29عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، خپل وروڼه، خپل مور پلار او خپل بچى پرېښى دى 30نو هغه به په دې دُنيا کښې په څو چنده ومومى او په آخر کښې به د تل ژوندون بيا مومى.“
په درېم ځل د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او د بيا ژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې
31عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى. 32هغه به غېر‌يهوديانو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورې ټوقې وکړى او بد سلوکى به ورسره وکړى او توکاڼې به پرې وتوکى. 33هغوئ به يې په کوړو ووهى او مړ به يې کړى او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“ 34خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.
په يريحو کښې د يو ړوند سړى بينا کول
35کله چې عيسىٰ يريحو ته نزدې شو نو يو ړوند سړے د لارې په غاړه ناست وو او خير يې غوښتو. 36هغۀ چې د ګڼو خلقو د تېرېدو آوازونه واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”دا څۀ چل دے؟“ 37هغوئ خبر کړو چې، ”عيسىٰ ناصرى په دې لاره تېريږى.“ 38نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“ 39مخکښې چې کوم خلق روان وُو، هغوئ ورته په سخته ووئيل چې، ”چپ شه.“ خو هغۀ چغې لا نورې هم زياتې کړې چې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“ 40عيسىٰ ودرېدلو او خلقو له يې حُکم ورکړو چې، ”دے ما له راولئ.“ کله چې هغه نزدې راغے نو تپوس يې ترې وکړو، 41”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نظر غواړم.“ 42عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”بينا شه، تۀ خپل ايمان بچ کړې.“ 43نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.

Pašlaik izvēlēts:

لوقا 18: PYPB

Izceltais

Dalīties

Kopēt

None

Vai vēlies, lai tevis izceltie teksti tiktu saglabāti visās tavās ierīcēs? Reģistrējieties vai pierakstieties