YouVersion logotips
Meklēt ikonu

لوقا 19

19
نولسم باب
حضرت عيسىٰ او زکاۍ
1بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو. 2هلته زکاۍ نومې يو سړے وو. دے د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو. 3د هغۀ دا تلوسه وه چې عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مندرے وو او د ګڼو خلقو له وجې يې هغه ليدلے نۀ شو. 4نو هغۀ د خلقو نه وړاندې منډه کړه او يوې ټيټې ونې ته وختلو چې هغه ووينى، ځکه چې عيسىٰ هم په دغه طرف روان وو. 5او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“ 6نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو. 7نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“ 8خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“ 9عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے. 10ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
د لسو سيکو مثال
11د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده. 12هغۀ وفرمائيل، ”د يو لوئ خاندان يو سړے په اوږد سفر يو بل مُلک ته لاړو د دې دپاره چې هغه بادشاهت حاصل کړى او بيا واپس راشى. 13خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم. 14خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو. 15خو بيا هم هغه د بادشاه په حيثيت واپس راغلو او کومو نوکرانو ته چې يې پېسې ورکړې وې هغوئ ته يې سوال جواب ولېږلو چې دا معلومه کړى چې په دوئ کښې هر يو څومره ګټه کړې ده. 16وړومبے راغے او وې وئيل، صاحبه، ستا د سرو زرو سيکې لس نورې ګټلى دى. 17هغۀ جواب ورکړو، شاباش، تۀ ډېر ښۀ نوکر يې. ځکه چې تا په لږو کښې خپل ځان ايمانداره ثابت کړو، تۀ د لسو ښارونو حاکِم شوې. 18بيا دوېم راغلو او وې وئيل چې، مالِکه، ستا د سرو زرو سيکو پينځۀ نورې ګټلى دى. 19او هغۀ ته يې ووئيل چې، تۀ هم د پينځو ښارونو حاکِم شوې. 20بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه. 21زۀ ستا نه يرېدم ځکه چې تۀ يو ظالم سړے يې. هغه څۀ اخلى څۀ چې ستا نۀ وى او هغه څۀ رېبى کوم چې تا کَرلى نۀ وى. 22هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟ 23نو بيا تا ولې زما د سرو زرو سيکه د صرافانو سره نۀ ده اېښې چې بيا ما په واپسۍ کښې سره د ګټې اخستے وے. 24هغۀ حاضرينو ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، دغه د سرو زرو سيکه د دۀ نه واخلئ او هغۀ له يې ورکړئ چې د چا سره چې لس دى. 25هغوئ جواب ورکړو چې مالِکه، د هغۀ سره خو د اول نه لس دى. 26هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، زۀ تاسو ته دا وايم چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا نور زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى د هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى کوم چې ورسره وى. 27خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“
په يروشلم کښې د عيسىٰ کاميابه استقبال
28د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو نه مخکښې يروشلم ته روان وو. 29هر کله چې هغه بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې، 30”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ. 31او کۀ څوک درنه دا تپوس وکړى چې تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک په کار دے.“ 32دواړه په مخه لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو. 33او کله چې هغوئ کوچاڼے پرانستو نو د دې مالِکانو ترينه تپوس وکړو چې، ”تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ؟“ 34هغوئ جواب ورکړو چې، ”دا زمونږ د مالِک په کار دے.“ 35او هغوئ کوچاڼے عيسىٰ له راوستو، بيا هغوئ په کوچاڼى باندې خپلې جامې واچولې او عيسىٰ ورباندې سورلى وکړه. 36کله چې هغه په لاره تېرېدو نو خلقو ورته په لار کښې خپلې جامې غوړولې. 37اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله. 38”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“ 39ځينو فريسيانو په دې ګڼه کښې عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، خپلو مريدانو ته ووايه چې غلى شى.“ 40عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“
د حضرت عيسىٰ د يروشلم په حال ژړل
41هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل، 42او وې فرمائيل، ”کۀ چرې نن ورځ تا ته دا معلومه وے چې کومه د خير لاره ده، خو نه، دا ستا د نظر نه پټه ده. 43يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى. 44نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“
د خُدائ پاک کور پاکول
45عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغۀ هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل 46او ورته يې وفرمائيل، ”صحيفې فرمائى چې، ”زما کور به د دُعا کور بللے شى،“ خو تاسو ترېنه د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ 47د خُدائ په کور کښې به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. او مشران اِمامان او د شرعې عالمان د دۀ د وژلو په تلاش کښې وُو چې د اولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه. 48خو هغوئ په دې کښې بې‌وسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.

Pašlaik izvēlēts:

لوقا 19: PYPB

Izceltais

Dalīties

Kopēt

None

Vai vēlies, lai tevis izceltie teksti tiktu saglabāti visās tavās ierīcēs? Reģistrējieties vai pierakstieties