زبور ۱۵

۱۵
پنځلسم زبور
خدای څه غواړي؟
(د داود زبور)
1 ای څښتنه څوک کولای شي چې پاتې شي ستا کور کې؟
اوسېدی شي څوک د ستا په سپېڅلي غره؟
2 څوک چې کاندي اطاعت د خدای هر کار کې
او همېش کړي نېک کارونه
چې خبرې یې رښتیا د زړه له کومي
3 څوک چې نه وایي تهمت په نورو باندې
څوک چې ملګرو سره بد نه کوي
نه کړي خبرې ګاونډیانو پسې
4 څوک چې بدکارو ته په سپکه ګوري
خو عزت کوي د هغو چې کړي وېره له څښتنه
څوک چې وفا کوي خپلو وعدو باندې
نه کړي پروا که په ضرر یې هم وي
5 ورکوي قرضونه نورو ته بې سوده
نه اخلي رشوت د شاهدۍ په بې ګناهو
کړي چې دا کارونه همېشه به مستحکم وي

선택된 구절:

زبور ۱۵: APB

하이라이트

공유

복사

None

모든 기기에 하이라이트를 저장하고 싶으신가요? 회원가입 혹은 로그인하세요