زبور ۱۳

۱۳
دیارلسم زبور
څښتن ته د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
1 ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟
ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟
2 ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟
ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟
ترڅو دښمن به بریالی وي په ما؟
3 راته وګوره څښتنه، زما خدایه ځواب راکړه
ماته بیا خپل قوت راکړه
هسې نه چې زه ویده د مرګ په خوب شم
4 دښمن به وایي: «زه په ده شوم غالب»
دوی به خوشحالي کړي چې مې ماتې وخوړله
5 خو کړم باور ستا په تلپاتې مینه
زړګی زما ستا په نجات کې خوشحالي کوي
6 زه به ستا د ثنا وایمه سندرې ای څښتنه
ځکه چې ما سره دې کړی احسان

선택된 구절:

زبور ۱۳: APB

하이라이트

공유

복사

None

모든 기기에 하이라이트를 저장하고 싶으신가요? 회원가입 혹은 로그인하세요