زبور ۳۹
۳۹
نهه دېرشم زبور
د یو ځورېدونکي د ګناه اقرار
(د سرود مشر یدوتون دپاره: د داود زبور)
1 ما د ځانه سره وویل: «څه چې کړمه
په هغه کې به احتیاط کړم
خپله ژبه به پرېنږدم چې ګناه راباندې وکړي
د بدکارانو خلکو مخکې به زه هېڅ نه وایم»
2 هېڅ خبره مې ونه کړه زه خاموش پاتې شوم
زه وم خاموش حتی د ښو شیانو ذکر مې هم نه کولو
خو پرېشاني مې نوره هم زیاته شوه
3 زړګی مې ډک د پرېشانۍ ځینې شو
څومره ژور فکر چې ما به کاوه
راباندې اور لګېده
ترڅو اخر مې وویل:
4 «زه به ترڅو یمه ژوندی څښتنه
او زه به کله مرمه؟
راته ووایه چې ژوند به زما څنګه زر شي ختم!»
5 تا زما د ژوند نه مازدیګر د ژمي جوړ کړ
نه دی هېڅ شی ستا نظر کې زما ژوندون
ژوند د انسان دی په رښتیا لکه پوکي په شان
6 په رښتیا د انسان ژوند لکه سیوری پناه کیږي
په رښتیا چې دی زحمت وباسي هغه بېځایه دی ټول
راټولوي دولت خو نه پوهیږي چاته پاتې کیږي به ترې
7 نو ای څښتنه، بیا د څه امید کولای شمه؟
دی توکل زما په تا
8 خپلو ټولو ګناهونو نه مې خلاص کړه
کم عقلان مه پرېږده خندا وکړي په ما پورې
9 زه وم خاموش او هېڅ مې نه ویله
ځکه چې تا راباندې دارنګه عذاب راوستلی
10 نور مې مه ځوروه ډېر دې ځورولی یمه
زه ستا په وهلو باندې ډېر ضعیفه شوی یمه
11 په سبب زمونږ د خپلو ګناهونو
راکوې سزا ته مونږ ته په رټلو
هغه څه چې خوښوو مونږ
هغه ته بربادوې لکه حشرې په شان
په رښتیا چې مونږ پوکی یو بل څه نه یو
12 ای څښتنه، ته دعا واوره زما
غوږ دې ونیسه فریاد ته ته زما
هغه وخت چې زه ژړا کړم نو کومک لره مې راشه
زه د څو شېبو دپاره ستا مېلمه یم
لکه څنګه چې نیکونه وو زما
13 مخکې له دې نه چې زه مړ شم او نور پاتې نه شم
یوازې پرېږده ما ترڅو چې لږ خوشحاله شمه
Արդեն Ընտրված.
زبور ۳۹: APB
Ընդգծել
Կիսվել
Պատճենել

Ցանկանու՞մ եք պահպանել ձեր նշումները ձեր բոլոր սարքերում: Գրանցվեք կամ մուտք գործեք
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.