زبور ۱۸

۱۸
اتلسم زبور
د داود د بریالیتوب سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور کله چې څښتن داود د شاوول او د هغه د نورو ټولو دښمنانو څخه خلاص کړ. هغه دا زبور ووایه.)
(دوهم سموییل ۲۲: ۱ - ۵۱)
1 ته زما قوت یې ای څښتنه په ما ګران یې
2 څښتن دی زما ساتونکی
دی زما قوي کلا
زما ژغورونکی زما خدای دی
زما امن دی هغه کې
کوي ساتنه زما لکه د سپر په شان
دی زما قوي ژغورونکی
او د امن پناه ځای دی زما
3 مرسته غواړم له څښتنه
چې لایق دی د صفت
خلاصوي مې هغه
ما له خپلو دښمنانو څخه
4 د مرګ رسۍ رانه راتاوې شولې
د بربادۍ سېلابو واخیستمه
5 د ګور په لومه کې راګېر یمه زه
مرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ
6 په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړ
کومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړ
زما اواز یې په خپل کور کې واورېد
زما فریاد یې د کومک واورېده
7 بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدله
خوځېدل د غرو بېخونه په لړزه شول
ځکه په قهر ؤ خدای
8 شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګی
بلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې
9 ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راښکته شو
تورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې
10 سپور په اسماني مخلوق #۱۸: ۱۰ اسماني مخلوق: دا مخلوقات د عدن د باغ ساتونکي، د خدای خدمتګاران او د هغه د تخت پورته کوونکي وو. شو والوته
سپور شو په وزرو د باد زر راغی
11 ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نه
د اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده
12 جلال یې د حضور شولو ښکاره په منځ د ورېځو کې
ږلۍ او سرې سکروټې ورېدې لکه باران
13 لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانه
شو اواز د خدای تعالی په اورېدو
14 وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړل
د برېښنا په پړکېدو یې وارخطا کړل
15 بیا ستا په رټلو باندې ای څښتنه
ستا د تنفس په انفجار سره
تل د دریاب هم راښکاره شولو
وو پراته د ځمکې بنیادونه لوڅ
16 له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولم
له ژورو اوبو ده راوویستلم
17 زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاص
او له هغو چې نفرت یې کړ له ما نه
دوی وو ډېر قوي له ما نه
18 هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کې
دوی حمله وکړه په ما
خو څښتن راڅخه وکړ ملاتړ
19 له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړه
ځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
20 اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېک
یمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته
21 ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دی
نه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای نه اړولی دی
22 ما عمل کړی د هغه په ټولو حکمونو
نافرماني مې کړې نه ده له قوانینو د ده
23 هغه پوهیږي زه بې عیبه یمه
بدو کارونو نه مې ځان ساتلی
24 نو اجر راکړی څښتن ځکه کړم کارونه نېک
هغه پوهیږي بې ګناه یمه زه
25 ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادار
تل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه
26 پاک ته خپل ځان پاک ښکاري
ټګمار ته ځان پېچلی
27 ته عاجزانو ته نجات ورکوې
خو کبرجن ټیټوې
28 ای څښتنه زما خدایه، ساتې زما ډېوه روښانه
هم تیاره مې بدلوې په رڼا باندې
29 راکوې قوت چې کړم حمله په دښمن
راکوې قدرت په دېوالو د ختلو
30 ګوره زما خدای څومره کامل یې عملونه دي
څومره د باور یې ټول لوظونه دي
هغه دی سپر هغو ته
ټول چې پناه ده ته راوړي
31 ځکه چې څوک دی خدای بې له څښتنه؟
څوک کړي دفاع زمونږه بې له هغه نه؟
32 هغه خدای دی چې قوت راکوي ماته
هغه خدای دی چې خوندي مې ساتي لاره
33 زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړم
او په غرونو کې مې ساتي خوندي
34 هغه ما تیاروي د جنګ دپاره
ترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو
35 سپر راکوې ماته د خلاصون خپل
مرسته کوي ښي لاس ستا زما سره
زه قوي کړی ستا کومک یمه
36 ته پراخوې زما د پښو لاره
ځکه نه ښوییږي پښې زما هېڅکله
37 دښمنان تعقیبوم او ور رسېږم
نه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم
38 داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شي
دي زما د پښو لاندې نسکور پراته
39 راکوې ما له ته قوت د جګړې
غورځوې ماته دښمنان په پښو کې
40 مجبوروې دښمنان زما تېښتې ته
زه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځینې
41 دوی د کومک دپاره کړي فریاد
نشته څوک چې کړي دوی خلاص
وهي چیغې دوی څښتن ته
هغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه
42 لکه د دوړې میده کومه یې زه
چې یې هر خوا والوزوي بادونه
داسې یې ایسته غورځوم
لکه د خټو د کوڅو په شان
43 تا د سرکښانو خلکو خلاص کړلم
او د قومونو دې سردار کړلم
اوس مې خدمتونه هغه خلک کوي
څوک چې پخوا نه پېژندل ما کله
44 هم بېګانه خلک زما په مخکې ټیټوي سرونه
چې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي
45 دوی بایلي خپل همتونه
په لړزه باندې راوځي دوی له خپلو کلاګانو
46 څښتن ژوندی دی!
وي دې ثنا زما ساتونکي ته!
کړئ اعلان لویي د هغه خدای چې مې ژغوري
47 راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنه
راولي زما د ځواک لاندې قومونه
48 او ما له خپلو دښمنانو خلاصوي
راکوې بریا په دښمنانو ای څښتنه ته
او ما ساتې له ظالمو انسانانو څخه
49 نو ځکه څښتنه د قومونو منځ کې به ستا ثنا وایمه
او صفت به ستا د نامه کومه زه په سندرو سره
50 خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پاچا ته
مینه تلپاتې کوي د خپل غوره کړای شوي سره
تل ترتله د داود او د هغه د اولادې سره

હાલમાં પસંદ કરેલ:

زبور ۱۸: APB

Highlight

શેર કરો

નકલ કરો

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in