YouVersion Logo
Search Icon

غزلې 7

7
اوؤم باب
محبوب
1ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه،
اے د شهزادګۍ لورې.
ستا غونډى پتونونه د قيمتى کاڼو په شان دينه،
لکه چې دا يو ماهر زرګر جوړ کړى وينه.
2ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنه
لکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه.
ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په شان دينه
چې ګېرچاپېره ترې نه د لاله ګلونه راتاو شوى وينه.
3ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،
4ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه.
ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه،
کوم تالابونه چې د دې ښار د بيت‌رابيم دروازې سره دينه.
ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه
چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.
5ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه،
ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه
تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.
6اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه،
تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.
7ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه،
او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.
8ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمه
او کجورو ته به يې لاس وروړمه.
ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه،
او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه.
9او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه.
نو دا مے دې زما د جانان په غاښونو
او شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه.
محبوبه
10زۀ د خپل جانان يمه،
او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.
11زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نه
او هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه.
12راځه چې سحر وختى پاڅيږونه
او د انګورو باغونو ته لاړ شونه
چې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينو
او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه،
هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه.
13هلته به د مړه غونو بوټو خپله خوشبو راپرېښې وينه،
او د ټولو نه ښې مېوې به زمونږ دروازې سره وينه،
نوې او زاړۀ خوندونه،
جانانه کوم چې ما ستا دپاره ساتلى دينه.

Currently Selected:

غزلې 7: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in