YouVersion Logo
Search Icon

غزلې 8

8
اتم باب
1اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه،
چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه.
نو کله چې تۀ ما په لار کښې ليدلے نه
نو ما به تۀ ښکلولے نه
او چا به هم په ما باندې اِعتراض کولو نه.
2ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه،
او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه.
ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه،
د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه.
3ستا ګس لاس به زما د سر لاندې وونه،
او ستا ښى لاس به ځانته راغاړه ايستمه.
4اے د يروشلم پېغلو، ما سره وعده وکړئينه،
مينه مۀ رابېداروئينه، ترڅو چې يې ونۀ غواړينه.
شپږم سرود
ښځې
5دا د صحرا نه څوک راروان دے نه،
چې خپل سر يې د محبوبې په اوږه باندې اېښے دېنه؟
محبوبه
زۀ تا د سيب د ونې لاندې راپاڅومه،
په کوم ځائ کښې چې تۀ خپلې مور زيږولے ينه،
چرته کښې چې په ډېر تکليف هغې تۀ زيږولے ينه.
6زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه،
او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه.
ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه،
او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه،
او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه.
7ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه،
او نۀ سېلاب دا وړلے شينه.
کۀ څوک غواړى چې په خپل ټول مال دولت سره مينه په بيعه واخلينه
خو د هغۀ قيمت به د مينې په مقابل کښې حقير وشمېرلے شينه.
دوستان
8زمونږ يوه وړه خور ده نه،
او لا تر اوسه د هغې سينې شوې نۀ دينه.
کۀ څوک د هغې غوښتلو له را شينه
نو مونږ به څۀ کوُو نه؟
9کۀ هغه لکه د يو دېوال په شان پېغله وے نه،
نو مونږ به د هغې د سپينو زرو د برج سره حفاظت کړے ونه.
او کۀ هغه يوه دروازه وے نه،
نو مونږ به ورته د دِيار تختې لګولے وے نه.
محبوبه
10زۀ د يو دېوال په شان پېغله ومه،
او اوس زما سينې لکه د برجونه په شان دينه.
کله چې زما جانان ما ته ګورينه،
نو هغه زما په کتلو باندې خوشحاليږينه.
11د سليمان په بعل هامون کښې د انګورو يو باغ وونه،
کوم چې هغۀ ماليانو ته په اجاره ورکړے وونه،
هر يو به ورله زر د سپينو زرو سيکې ورکولے نه.
12خو زما د انګورو باغ زما دے چې چا له يې ورکومه،
سليمانه، ما له د سپينو زرو زر سيکې مۀ راکوه نه،
خو زۀ به هغه چا ته د سپينو زرو دوه سوه سيکې ورکړمه،
څوک چې زما د باغ د مېوو خيال ساتينه.
محبوب
13زما محبوبې، تۀ چې په باغ کښې ژوند کوينه،
زما دوستان په دې انتظار کښې دينه
چې ستا آواز واورينه.
خو پرېږده چې زۀ واورمه
محبوبه
14زما جانانه، زر په منډه راشه،
او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه
خوشبوداره غونډو ته راشه.

Currently Selected:

غزلې 8: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in