4
څلورم باب
محبوب
1اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.
تۀ څومره نازنينه ينه.
د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه.
ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،
چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
2ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،
چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،
او تازه لمبولے شوے وينه.
هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،
يو هم کنډم شوے نۀ دېنه
3شونډې دې تکې سرې دينه،
خولۀ دې ډېره ښُکلې ښکارينه.
ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.
4ستا غړۍ دومره ښائسته ده لکه د داؤد د ښار مناره،
چې د زرګونو بهادرانو په ډالونو باندې شوې وى سينګاره.
5ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،
چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.
6د دې نه وړاندې چې د سحر باد ولګيږينه
او د شپې تيارۀ چې په ختمېدو شينه،
زۀ به د مُر غر ته ورمنډه کړمه
او د لوبانو غونډو ته به لاړه شمه.
7زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه،
په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.
8زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه،
د لبنان نه ما سره راشه.
د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه،
د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه،
د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.
9اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه،
د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه،
او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه.
10زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه،
د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه،
او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.
11زما ناوې، ستا د شونډو نه د شاتو د ګبين په
شان خوږوالے راڅاڅيږينه،
ستا د ژبې لاندې شات او پئ پراتۀ دينه،
ستا د جامو نه لکه د لبنان د دِيار په شان خوشبو راځينه
12اے زما محبوبې، تۀ زما بنده باغيچه ينه،
تۀ زما دُنيا ينه، او زما ناوې ينه،
زما پټ باغ، زما پټه چينه ينه،
13تۀ لکه د انارو باغيچه ينه،
د مزېدارو مېوو نه ډکه ينه،
او خوشبو دې لکه د مشکو او عنبرو په شان ده نه،
14چرته چې د مشکو، زعفرانو، دارچينو
او هر قسمه مصالحو بوټى پېدا کيږينه،
او عُود، مُر او لوبانو خوشبوداره عطر پېدا کيږينه.
15تۀ د باغ چينه ينه،
تۀ د تازه اوبو کوهے ينه
چې د لبنان د غرونو نه رابهيږينه.
محبوبه
16اے د شمال باده، راوالوځه،
اے د جنوب باده راشه،
زما په باغ باندې راوالوځه
او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه.
زما جانانه خپل باغ ته راشه،
او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.