YouVersion Logo
Search Icon

غزلې 3

3
درېم باب
1ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه،
د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه،
خو هغه رانۀ غلونه.
2خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل،
زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه،
د هغه چا پسې به په چوکونو
او سړکونو کښې وګرځېږمه
چا سره چې زۀ مينه کومه.
نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه
خو پېدا مې نۀ کړونه.
3چوکيدارانو زۀ ودرولمه،
کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل.
ما د هغوئ نه تپوس وکړلو،
”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه
چا سره چې زۀ مينه کومه؟“
4نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه
ما خپل جانان پېدا کړونه.
هغه مې راټينګ کړونه
او تلو ته مې پرې نۀ‎ ښودلونه
او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه
هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور
په ګېډه شوې ومه.
5اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه،
ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.
درېم سرود
محبوبه
6چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه
هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟
چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه،
او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
7دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه،
چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان
په پرګله کښې راروان دينه،
د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.
8هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه،
او په جنګ کښې هم ماهر دينه،
هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده،
او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د
حفاظت کولو جوګه هم دينه.
9سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره
د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.
10د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه،
او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه،
او د هغې بالښتونه کاسنى دينه.
هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه.
11اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه،
او سليمان بادشاه وګورئينه
هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه
کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه،
ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.

Currently Selected:

غزلې 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in