YouVersion Logo
Search Icon

غزلې 2

2
دوېم باب
1زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه،
او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.
محبوب
2لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه،
زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.
محبوبه
3لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې
زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه.
د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه،
او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
4هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه،
او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.
5د کشمشو سره يې ما ته طاقت راکړلو،
او د سيوانو سره يې زۀ تازه کړمه،
ځکه د مينې په وجه مړاوې شوې ومه.
6د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه،
او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.
7اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئ،
ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.
دوېم سرود
محبوبه
8وګوره، چې جانان مې راروان دېنه،
هغه په غرونو راخېژينه، او په غونډو ټوپونه وهينه.
9زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه،
وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه،
هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.
10زما جانان ما ته ووئيل،
محبوب
”زما محبوبې، راپاڅه،
ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.
11وګوره، ژمې تېر شو بارانونه ودرېدل او بس شونه.
12په زمکه ګلونه راښکاره شونه،
د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه،
زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه.
13د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله،
او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله.
راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې،
راځه ما سره لاړه شه.
14زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته
خپل ځان پټ کړے دېنه.
زۀ ستا مخ ليدل غواړمه،
او ستا آواز اورېدل غواړمه.
ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه،
او ستا مخ ښائسته دېنه.
15لومبړې ونيسه، وړې لومبړې ونيسه،
هسې نه چې هغوئ د انګورو باغ تباه کړينه،
ځکه چې زمونږ د انګور بوټو غوټۍ نيولې دينه.“
محبوبه
16جانان زما او زۀ د جانان يمه،
هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
17د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه،
چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه،
لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه
غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.

Currently Selected:

غزلې 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in