17
اوولسم باب
د حضرت عيسىٰ يو څو خبرې
1عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”تيندکونه به خامخا راځى خو چې د چا د لاسه دا راځى، د هغوئ په حال افسوس دے. 2د هغۀ دپاره به دا ښۀ وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى، په ځائ د دې چې په دې وړو کښې يو له هم تيندک ورکړى. 3خبردار اوسئ. کۀ چرې ستاسو ورور څۀ ګناه وکړى نو وې رټئ او کۀ هغه پښېمانه شى نو وې بخښئ. 4او کۀ چرې هم هغه په ورځ کښې اووۀ ځله ستا خلاف ګناه وکړى او بيا اووۀ ځله درله راشى او داسې ووائى چې زۀ توبه کوم نو تۀ يې معاف کړه.“ 5مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“ 6نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى. 7کۀ چرې د يو کس نوکر د يوې او ګډو څرولو نه راواپس شى، نو ولې د هغۀ نېک به ورته دا وائى چې زر راشه او ما سره روټۍ ته کښېنه؟ 8نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې. 9ولې هغه به د هغه نوکر شُکر ګزارى ونۀ کړى چې د دۀ حکم يې منلے وو؟ 10دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
د لسو جذاميانو روغول
11کله چې عيسىٰ يروشلم ته روان وو نو هغه د سامريه او د ګليل تر مينځه تېرېدلو. 12کله چې هغه يو کلى ته ورسېدو نو لس جذاميان يې هلته وليدل. هغوئ په څۀ فاصله کښې ولاړ وُو، 13او عيسىٰ ته يې نعرې کړې، ”اے مالِکه، په مونږ رحم وکړه.“ 14هر کله چې هغۀ هغوئ وليدل نو ورته يې وفرمائيل، ”لاړ شئ او خپل ځانونه اِمامانو ته وښايئ.“ او کله چې هغوئ لا په لاره روان وُو نو هغوئ پاک کړے شول. 15نو په هغوئ کښې چې يو تن خپل ځان روغ وليدلو نو واپس شو او په چغو چغو يې د خُدائ پاک ثناء ووئيله. 16هغه د عيسىٰ په پښو کښې پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. او هغه يو سامرى وو. 17بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”ولې لس واړه پاک نۀ کړے شوئ؟ نو هغه نور نهۀ څۀ شول؟ 18بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“ 19او عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل، ”پاڅه او لاړ شه، خپل ايمان تۀ جوړ کړې.“
د خُدائ پاک د بادشاهۍ راتلل
20فريسيانو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو د نښو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چې د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى. 21نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“ 22بيا عيسىٰ مريدانو ته وفرمائيل چې، ”داسې وخت به راشى چې تاسو به د اِبن آدم د راتلو په طمع يئ خو تاسو به يې ليدلے نۀ شئ. 23خلق به تاسو ته وائى چې ګورئ هغه هلته دے يا دلته دے، خو هلته مۀ ځئ او مۀ هغوئ پسې منډې وهئ. 24لکه څنګه چې برېښنا د آسمان د يو سر نه تر بله سره پورې رسى، دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى. 25خو اول به هغه خامخا ډېر مصيبت وزغمى او دا پيړۍ به يې رد کړى 26لکه څنګه چې د نوح په زمانه کښې شوى وُو، هم هغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځو کښې وشى. 27هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل. 28او لکه څنګه چې د لوط په زمانه کښې شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل او سوداګرى يې کوله او بوټى يې کَرل او ودانۍ يې کولې. 29خو په کومه ورځ چې لوط د سدوم نه ووتلو نو د آسمان نه اور او ګوګړ ورېدل شروع شول او دوئ يې ټول تباه کړل. 30دغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځ هم وى. 31په هغه ورځ هر څوک چې د چت دپاسه وى او سامان يې ښکته وى نو هغه دې د سامان اوچتولو دپاره هيڅکله هم ښکته نۀ راکوزيږى او هم دغه شان څوک چې په پټى کښې وى هغه دې کور ته نۀ واپس کيږى. 32د لوط ښځه راياده کړئ. 33څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې ځان بائيلى، هغه به يې وساتى. 34زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى. 35او دوه ښځې به يو ځائ مېچن کوى، يوه به واخستلے شى او بله به پرېښودلے شى. 36دوه سړى به په پټى کښې وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.“ 37هغوئ چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”دا به چرته وى مالِکه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.“