9
نهم باب
د يو پېدائشى ړوند بينا کول
1عيسىٰ چې په لاره تېرېدو نو يو سړے يې وليدو چې پېدائشى ړوند وو. 2د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړى او کۀ د دۀ مور او پلار، چې دے ړوند پېدا شوے دے؟“ 3عيسىٰ جواب ورکړو، ”نۀ دې سړى او نۀ د دۀ مور پلار ګناه کړې ده. بلکې هغه ځکه ړوند پېدا شو چې د خُدائ پاک قُدرت په دۀ کښې څرګند شى. 4ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے. 5نو ترڅو چې زۀ په دُنيا کښې يم، زۀ د دُنيا نُور يم.“ 6دې وئيلو سره عيسىٰ په زمکه وتُوکل او په توکاڼو يې خټه جوړه کړله او هغه يې د هغه سړى په سترګو ومږله، 7او ورته يې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د سيلوم په تالاب کښې يې ووينځه.“ د دې لفظ معنىٰ ده، لېږلے شوے، نو هغه سړے لاړو، سترګې يې ووينځلې او چې واپس راغلو بينا شوے وو. 8بيا د هغۀ ګاونډيانو او هغه چا چې دے يې پېژندو چې خير به يې غوښتو، هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې ناست به وو او خير به يې غوښتو؟“ 9ځينو ووئيل، ”آو، هم دا هغه سړے دے،“ او نورو ووئيل، ”نه، دا د هغۀ په شان دے.“ هغۀ په خپله ووئيل چې، ”زۀ هم هغه سړے يم.“ 10هغوئ ترې تپوس وکړو، ”نو ستا سترګې څنګه بينا شوې؟“ 11هغۀ جواب ورکړو، ”يو سړے چې نوم يې عيسىٰ دے هغۀ خټه جوړه کړه، او زما په سترګو يې ومږله او راته يې وفرمائيل چې د سيلوم تالاب ته لاړ شه او وې وينځه. بيا زۀ لاړم او ومې وينځلې او بينا شوم.“ 12هغوئ تپوس وکړو چې، ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته.“
د فريسيانو د شفا موندلو په حق کښې تحقيقات
13هغه سړے چې مخکښې ړوند وو هغوئ فريسيانو له راوستو. 14دا د سبت ورځ وه چې عيسىٰ خټه جوړه کړه او د هغۀ سترګې يې بينا کړې. 15بيا فريسيانو ترې هم تپوسونه شروع کړل چې، ”تۀ څنګه بينا شوې؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو خټه ومږله، بيا هغه ما ووينځلې او اوس زۀ ليدے شم.“ 16ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو. 17نو هغوئ د هغه ړوند سړى نه بيا تپوس وکړو چې، ”ستا د هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چې هغۀ ستا سترګې بينا کړې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغه يو نبى دے.“ 18خو يهوديانو په دې باور نۀ کولو چې دا سړے ړوند وو او بينا شو ترڅو چې هغوئ د هغۀ مور او پلار راوغوښتل 19او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا ستاسو زوئ دے، څوک چې تاسو وايئ چې ړوند پېدا شوے وو؟ نو اوس دے څنګه ليدلے شى؟“ 20مور او پلار يې جواب ورکړو، ”مونږ ته دا پته ده چې دا زمونږ زوئ دے او چې دے پېدائشى ړوند دے. 21خو مونږ ته پته نشته چې دا څنګه دے اوس ليدلے شى، او نۀ مونږ ته پته شته چې چا د دۀ سترګې بينا کړې. د دۀ نه تپوس وکړئ، دے زلمے دے، دے به په خپله حال ووائى.“ 22د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى. 23هم دغه وجه وه چې مور پلار يې ووئيل چې هغه زلمے دے، تپوس ترې وکړئ. 24نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“ 25هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته چې دے ګناه ګار دے او کۀ نه، خو زۀ د يو څيز نه خبر يم، هغه دا چې زۀ ړوند وم او اوس بينا شوے يم.“ 26هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”هغۀ تا سره څۀ وکړل؟ هغۀ ستا سترګې څنګه بينا کړې؟“ 27هغۀ جواب ورکړو چې، ”ما خو تاسو ته ووئيل خو تاسو غوږ نۀ کېښودو، نو تاسو دا بيا ولې اورېدل غواړئ؟ ولې تاسو هم د هغۀ مريدان جوړېدل غواړئ څۀ؟“ 28نو بيا هغوئ په کنځلو شول او ورته يې ووئيل، ”تۀ د هغۀ مريد يې، خو مونږ د موسىٰ يُو. 29مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د موسىٰ سره خبرې کړې وې خو د دې سړى نه خبر نۀ يُو چې دے د کومه راغلے دے.“ 30سړى جواب ورکړو چې، ”څومره د حېرانتيا خبره ده چې تاسو ته دا پته نشته چې هغه د کومه راغلے دے، خو بيا هم هغۀ زما سترګې بينا کړې. 31مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى. 32د دُنيا د پېدايښت نه لا چا دا نۀ دى اورېدلى چې چا د پېدائشى ړوند سترګې بينا کړې دى. 33کۀ دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ وے نو هغۀ هيڅ نۀ شو کولے.“ 34هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.
روحانى ړوندتوب
35کله چې عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ هغه شړلے دے، نو عيسىٰ هغه پېدا کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“ 36سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، ما ته ووايه هغه څوک دے نو چې زۀ په هغۀ ايمان راوړم.“ 37عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تا هغه وليدو، څوک چې تا سره خبرې کوى هم هغه دے.“ 38هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زما پرې ايمان دے.“ او هغه ورته په سجده پرېوتو. 39عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“ 40ځينى فريسيان چې د هغۀ سره نزدې ولاړ وُو د هغۀ دا خبرې يې واورېدلې او تپوس يې ترې وکړو، ”ولې مونږ ړاندۀ يُو څۀ؟“ 41عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو ړاندۀ وے نو ستاسو ګناه به نۀ وه خو اوس چې تاسو دا وايئ چې مونږ بينا يُو، نو په دې تاسو ګناه ګار پاتې شوئ.“