8
اتم باب
په زنا کښې نيولے شوې ښځه
1عيسىٰ د زيتون غر ته وختلو. 2بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو. 3د شرعې عالمانو او فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چې په زنا کښې نيولے شوې وه. او هغه يې په خپل مينځ کښې ودروله. 4او هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”اُستاذه، دا ښځه په زنا کولو نيولے شوې ده. 5په شريعت کښې موسىٰ مونږ ته حکم کړے دے چې داسې ښځې دې سنګسار کړے شى. نو بيا تاسو په دې حقله څۀ وايئ؟“ 6هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل. 7کله چې هغوئ بار بار د هغۀ نه تپوس کولو نو هغه نېغ ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى.“ 8او هغه يو ځل بيا ښکته ټيټ شو او په زمکه يې څۀ وليکل. 9کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل، او عيسىٰ د هغې ښځې سره يواځې پاتې شو چې د هغۀ په وړاندې ولاړه وه. 10عيسىٰ بيا ودرېدلو هغه ښځې ته يې وفرمائيل، ”هغوئ چرته لاړل؟ ولې تۀ هيچا هم مجرمه نۀ کړې څۀ؟“ 11هغې جواب ورکړو، ”مالِکه، هيچا هم نه.“ او عيسىٰ وفرمائيل، ”او نۀ دې زۀ مجرمه کوم، ځه لاړه شه، خو بيا کله هم ګناه مۀ کوه.“
حضرت عيسىٰ د دُنيا نُور
12عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“ 13بيا فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ د خپل ځان په حق کښې ګواهى کوې خو ستا ګواهى اعتبارى نۀ ده.“ 14عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى اعتبارى ده کۀ څۀ هم چې زۀ يې د ځان په حق کښې ورکوم، ځکه چې زۀ خبر يم چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته روان يم، خو تاسو ته پته نشته چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته ځم. 15تاسو په انسانى بنياد فېصلې کوئ خو زۀ د هيچا فېصله نۀ کوم. 16خو کۀ چرې زۀ فېصله کوم نو زما فېصله به ټيک وى، ځکه چې زۀ يواځې نۀ يم کله چې فېصله کوم بلکې زۀ او زما پلار چې زۀ يې رالېږلے يم يې يو ځائ فېصله کوُو. 17ستاسو په خپل شريعت کښې يې دا ليکلى دى چې د دوو کسانو ګواهى ټيک ده. 18دا زۀ يم چې د خپل ځان په حقله ګواهى کوم او زما بل ګواه زما پلار دے چې زۀ يې رالېږلے يم.“ 19بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“ 20د خُدائ د کور په بيتالمال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله پېشګوئې
21عيسىٰ يو ځل بيا هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ درنه ځم، او تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. او چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ 22بيا يهوديانو ووئيل، ”ولې دے به خپل ځان وژنى ځکه چې دے دا وائى، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ 23نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو د دې زمکې خلق يئ او زۀ د آسمان، تاسو د دې دُنيا اوسېدونکى يئ خو زۀ د دې دُنيا نۀ يم. 24ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“ 25هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم هغه يم چې ما تاسو ته د اول نه وئيلى دى. 26ما سره ستاسو د مجرمولو او د وئيلو دپاره ډيرې خبرې دى خو هغه چا چې زۀ يې رالېږلے يم، رښتينے دے او څۀ چې ما د هغۀ نه اورېدلى دى هغه زۀ دُنيا ته وايم.“ 27هغوئ په دې پوهه نۀ شُو چې عيسىٰ هغوئ ته د خپل پلار په حقله خبرې کولې. 28نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے. 29چا چې زۀ رالېږلے يم هغه ما سره دے. هغۀ زۀ يواځې نۀ يم پرېښے ځکه زۀ همېشه هغه څۀ کوم چې هغه پرې راضى کيږى.“ 30عيسىٰ چې دا خبرې کولې نو ډېرو پرې ايمان راوړو.
حقيقت به تاسو آزاد کړى
31بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ. 32او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.“ 33هغوئ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ د اِبراهيم اولاد يُو، مونږ چرې هم د چا غلامان شوى نۀ يُو. ستا د دې وينا نه څۀ مطلب دے چې تاسو به آزاد شئ؟“ 34عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے. 35غلام د يو خاندان فرد ګڼلے نۀ شى، خو زوئ همېشه دپاره د خاندان فرد ګڼلے شى. 36نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ. 37ما ته پته ده چې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ خو تاسو زما د وژلو موقع ګورئ ځکه چې ستاسو په زړونو کښې زما د کلام دپاره ځائ نشته. 38زۀ تاسو ته هغه وايم څۀ چې ما د پلار په حضور کښې ليدلى دى خو تاسو په هغې عمل کوئ څۀ چې تاسو د خپل پلار نه اورېدلى دى.“ 39هغوئ ورته جواب ورکړو، ”اِبراهيم زمونږ پلار دے.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو د اِبراهيم اولاد وئ نو تاسو به هغه کارونه کول کوم چې اِبراهيم کول. 40خو اوس تاسو کوشش کوئ چې ما ووژنئ ځکه چې ما تاسو ته حقيقت ووئيلو چې ما د خُدائ پاک نه اورېدلے وو. اِبراهيم هيڅکله هم داسې نۀ وُو کړى. 41تاسو د خپل پلار غوندې کارونه کوئ.“ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مونږ حراميان نۀ يُو، او خُدائ پاک په خپله زمونږ پلار دے.“ 42عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم. 43تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ. 44خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے. 45نو کله چې زۀ تاسو ته رښتيا وايم خو تاسو په ما يقين نۀ کوئ. 46په تاسو کښې څوک ما د ګناه مجرم ثابتولے شى؟ کۀ زۀ رښتيا وايم نو بيا ولې تاسو په ما يقين نۀ کوئ؟ 47څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“
حضرت عيسىٰ د حضرت اِبراهيم نه اول موجود وو
48يهوديانو جواب ورکړو چې، ”ولې زمونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چې تۀ سامرى يې او په تا پيريان ناست دى؟“ 49عيسىٰ وفرمائيل چې، ”په ما پيريان نۀ دى ناست. خو زۀ د خپل پلار عزت کوم خو په دې تاسو ما بېعزته کوئ. 50زۀ خپله لوئى نۀ غواړم بلکې يو ذات شته چې هغه يې غواړى او هغه صحيح فېصله کوونکے دے. 51زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ څوک زما په کلام عمل کوى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.“ 52يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى. 53ولې تۀ زمونږ د پلار اِبراهيم نه لوئ يې څۀ، څوک چې وفات دے؟ او نبيان هم وفات شوى دى. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“ 54عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بېمطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے. 55اګر کۀ تاسو هغه نۀ پېژنئ. خو زۀ يې پېژنم. کۀ چرې ما دا ووئيل چې زۀ هغه نۀ پېژنم نو زۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم. خو زۀ هغه پېژنم او د هغۀ په کلام عمل کوم. 56ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“ 57يهوديانو جواب ورکړو چې، ”تۀ خو لا د پنځوسو کالو هم نۀ يې، نو اِبراهيم دې څنګه وليدو؟“ 58عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“ 59نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.