7
اوؤم باب
د حضرت عيسىٰ د وروڼو بېايمانى
1د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى. 2اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو. 3نو د هغۀ خپلو وروڼو هغۀ ته ووئيل چې، ”تۀ دا علاقه پرېږده او يهوديه ته لاړ شه نو چې ستا مريدان هغه لوئ کارونه چې تۀ يې کوې، ووينى. 4ځکه څوک چې غواړى چې مشهور شى نو هغه پټ کارونه نۀ کوى. کۀ چرې تۀ دا کارونه کوې نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“ 5ځکه چې د هغۀ خپلو وروڼو هم په هغۀ باندې ايمان نۀ ساتلو. 6عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دپاره مقرر شوے وخت لا نۀ دے راغلے، خو ستاسو دپاره هر وخت ټيک دے. 7دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى. 8تاسو په خپله اختر له لاړ شئ، زۀ دې اختر له نۀ ځم ځکه چې زما دپاره مقرر شوے وخت لا نۀ دے راغلے.“ 9د دې فرمائيلو نه پس عيسىٰ په ګليل کښې پاتې شو.
حضرت عيسىٰ د جونګړو په اختر کښې
10خو کله چې د عيسىٰ وروڼه اختر له لاړل نو هغه په خپله هم لاړو، خو په ښکاره نه بلکې په پټه. 11يهوديانو په اختر کښې د هغۀ لټون کولو او تپوس يې کولو چې، ”عيسىٰ چرته دے؟“ 12او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بېلارې کوى.“ 13خو بيا هم خلقو د هغۀ په حقله د يهوديانو د يرې په وجه ښکاره هيڅ نۀ شو وئيلے. 14کله چې اختر نيم تېر شو نو عيسىٰ د خُدائ کور ته لاړو او تعليم يې شروع کړو. 15يهوديان حېران شول او وې وئيل، ”دې سړى څنګه دومره عِلم حاصل کړو سره د دې چې دۀ خو تعليم نۀ دے کړے؟“ 16عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما تعليم زما نۀ دے، بلکې دا د هغه چا دے چې زۀ يې رالېږلے يم. 17هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم. 18څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته. 19ولې موسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وو درکړے؟ خو تاسو کښې يو هم پرې عمل نۀ کوئ. تاسو ولې زما د مړ کولو موقع ګورئ؟“ 20ګڼې جواب ورکړو، ”په تا پيريان ناست دى. څوک ستا د وژلو کوشش کوى؟“ 21عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما يوه معجزه وکړله او تاسو ټول حېران شوئ. 22خو موسىٰ تاسو ته د سنت کولو شريعت درکړو، اګر چې دا د موسىٰ د طرف نه نۀ وو بلکې د پلار نيکۀ د وخت نه راروان وو، او تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ. 23کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟ 24په ظاهرى صورت فېصله مۀ کوئ بلکې په اِنصاف سره فېصله کوئ.“
ولې حضرت عيسىٰ مسيح دے؟
25په دې باندې د يروشلم څۀ خلقو دا وينا شروع کړه، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې هغوئ يې د وژلو کوشش کوى؟ 26وګورئ، دے دلته کښې ښۀ په ډاګه لګيا دے او هغوئ ورته هيڅ نۀ وائى. ولې داسې خو نۀ ده چې زمونږ مشران په دې خبر شوى وى چې دے په رښتيا مسيح دے؟ 27خو مونږ ته پته ده چې دا سړے د کوم ځائ دے خو هر کله چې مسيح راشى نو هيچا ته به پته نۀ وى چې د کوم ځائ دے.“ 28بيا عيسىٰ چې کله د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو نو چغه يې کړه، ”تاسو ما پېژنئ او تاسو ته پته ده چې زۀ د کوم ځائ يم. خو زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے. خو چا چې زۀ رالېږلے يم هغه رښتونے دے، او تاسو هغه نۀ پېژنئ. 29زۀ هغه پېژنم ځکه چې زۀ د هغۀ نه راغلے يم او هغۀ په خپله زۀ رالېږلے يم.“ 30نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے. 31خو په ګڼه کښې ډېرو په هغۀ ايمان راوړو او هغوئ وئيل چې، ”کله چې مسيح راشى نو ولې هغه به د دې کس نه زياتې معجزې وکړى څۀ؟“
د حضرت عيسىٰ د ګرفتارولو دپاره يې محافظان ورولېږل
32فريسيانو د عيسىٰ په حقله د خلقو غورېدل واورېدل، نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو، محافظان د هغۀ نيولو پسې ولېږل. 33بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ به څۀ لږې مودې دپاره تاسو سره يم او بيا به زۀ هغۀ له لاړ شم چا چې زۀ رالېږلے يم. 34تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“ 35نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چې، ”دے چرته تلل غواړى چې مونږ به يې بيا نۀ شُو موندے؟ ولې دے غواړى چې د يونان هغه ښارونو ته لاړ شى چې په کښې زمونږ خلق اوسيږى، او يونانيانو ته تعليم ورکړى؟ 36د هغۀ د دې وينا نه مطلب څۀ دے چې، تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے؟“
د ژوندون د اوبو سرچينه
37د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى. 38او څوک چې په ما ايمان راوړى، لکه چې صحيفې وائى، د ژوندون د اوبو سيندونه به د هغۀ نه بهيږى.“ 39عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.
په خلقو کښې بېاتفاقى
40کله چې هغوئ د هغۀ دا خبرې واورېدې په ګڼه کښې ځينو ووئيل، ”يقيناً چې دا هغه پېغمبر دے د چا چې مونږ په طمع يُو.“ 41چا ووئيل چې، ”دا مسيح دے،“ او ځينو ووئيل چې، ”ولې مسيح به د ګليل نه راځى څۀ؟ 42ولې صحيفې دا نۀ فرمائى چې مسيح به د داؤد د خاندان او د بيتلحم نه راځى، د هغه کلى نه چې داؤد په کښې اوسېدلے وو؟“ 43دغه شان د عيسىٰ په وجه په خلقو کښې بېاتفاقى پېدا شوله. 44په هغوئ کښې ځينو غوښتل چې ګرفتار يې کړى، خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولو.
د يهودى حاکمانو بېايمانى
45بيا محافظان، مشرانو اِمامانو او فريسيانو له واپس راغلل او هغوئ ورته ووئيل چې، ”تاسو هغه ولې ځان سره رانۀ وستو؟“ 46محافظانو جواب ورکړو چې، ”هيڅکله هم چا داسې خبرې نۀ دى کړى څنګه يې چې دا سړے کوى.“ 47فريسيانو ورته ووئيل چې، ”ولې هغۀ تاسو هم بېلارې کړئ څۀ؟ 48زمونږ مشرانو او فريسيانو نه يو هم په هغۀ ايمان نۀ دے راوړے. 49خو دا ګڼه چې په شريعت نۀ پوهيږى لعنتيان دى.“ 50بيا په هغوئ کښې نيکوديموس نومې يو سړى، يعنې هغه سړے چې يو ځل مخکښې عيسىٰ له راغلے وو، هغۀ ووئيل چې، 51”ولې شريعت مونږ ته دا اجازت راکوى څۀ چې ترڅو د يو کس بيان په خپله وانۀ ورُو او هغۀ ته د خبرو موقع ورنۀ کړُو نو ولې هغه مونږ مجرم کولے شُو څۀ؟“ 52هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“ 53نو بيا ټول خپلو کورونو ته واپس لاړل.