YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 5

5
پينځم باب
د دبوره او برق حمد
1په هغه ورځ دبورې او د ابى‌نوعم زوئ برق دا حمد ووئيلو، 2”د مالِک خُدائ ثناء دې وى. مشرانو د بنى اِسرائيلو لارښودنه وکړه، او خلقو په خوشحالۍ سره ځانونه پېش کړل. 3واورئ اے بادشاهانو، حکومت کوونکو غوږ ونيسئ. زۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړم او ساز به وغږوم هغه مالِک خُدائ ته چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. 4مالِکه خُدايه، کله چې تۀ د سعير د غرونو نه لاړې، کله چې تۀ د ادوم د علاقې نه راووتلې، زمکه ولړزېدله او د آسمان نه باران وورېدلو. آو، اوبۀ د وريځو نه راتوې شوې. 5د سينا مالِک خُدائ په وړاندې غرونه ولړزېدل، د مالِک خُدائ په وړاندې چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. 6د عنات زوئ شمجر په وخت کښې، د ياعيل په وخت کښې، قافلې په زمکه کښې نورې نۀ تلې، او مسافر په تاو راتاو لارو باندې تلل. 7د بنى اِسرائيلو کلى پرېښودلے شول، او دا خالى پاتې شول تر دې پورې چې دبوره د بنى اِسرائيلو د مور په شان راپېدا شوه. 8بيا په هغه مُلک کښې جنګ وو کله چې بنى اِسرائيلو نوى معبودان خوښ کړل. د بنى اِسرائيلو په څلوېښتو زرو سړو کښې، داسې څوک نۀ وُو چې هغوئ ډال يا نېزه وړے وې. 9زما زړۀ د بنى اِسرائيلو د مشرانو سره تړلے دے د هغه کسانو سره چې خپل ځانونه د جنګ دپاره پېش کول. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. 10ووايئ تاسو چې په سپينو خرونو باندې سورلى کوئ، او تاسو په ښو قالينونو باندې کښېنئ، او تاسو په لاره باندې پېدل مزل کوئ. 11د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول. 12پاڅه، پاڅه. دبورې، پاڅه او يوه سندره ووايه، د ابى‌نوعم زويه برقه، پاڅه، خپل قېديان روان کړه. 13بيا پاتې شوى مشران راکوز شول، د مالِک خُدائ خلق د طاقتورو خِلاف راکوز شول. 14هغوئ د اِفرائيم نه مېدان ته راغلل، د بنيامين په قبيله او د هغوئ په خلقو پسې. مشران د مکير نه راکوز شول، او آفسران د زبولون نه. 15د يساکار مشران د دبورې سره راغلل، يساکار او برق هم راغلل، او هغوئ په مېدان کښې په هغۀ پسې روان وُو. خو د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى. 16هغوئ ولې د ګډو سره وروستو پاتې شول؟ چې شپانو ته غوږ ونيسى چې رَمو ته آوازونه کوى؟ آو، د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى. 17د جاد قبيله د اُردن نمرخاتۀ طرف ته پاتې شوه، او د دان قبيله د سمندرى جهازونو سره ولې پاتې شوه؟ د آشر قبيله د سمندر په غاړه پاتې شوه، هغوئ د سمندر په غاړه پاتې شول. 18خو د زبولون او نفتالى خلقو خپل ژوند د جنګ مېدان په خطره کښې واچولو. 19په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل. 20د آسمان نه ستورو جګړه کوله، څنګه چې هغوئ په آسمان کښې حرکت کولو، ستورو د سِسيرا خِلاف جګړه وکړه. 21په قيسون کښې يو سېلاب هغوئ يوړل د قيسون تېز درياب هغوئ په مخه کړل. زۀ به روان شم او د طاقت سره به روان يم. 22بيا آسونه په منډه راغلل، او د خپلو پښو د سومونو نښې يې په زمکه باندې جوړې کړې. 23د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“ 24ياعيل د ټولو ښځو نه بختوره ده، چې د قينى حِبر ښځه ده، د ټولو نه بختوره ښځه چې په خېمو کښې اوسيږى. 25سِسيراه اوبۀ وغوښتلې، خو هغې پئ ورکړل، هغې په يو ښُکلى جام کښې ورله شُملې راوړې. 26هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو. 27د هغې په پښو کښې راپرېوتلو، وغورزېدلو او د هغې پښو کښې پروت وو. د هغې په پښو کښې لاندې پرېوتو، هغه په زمکه وغورزېدلو او مړ شو. 28د سِسيرا مور د کړکۍ د جالۍ نه بهر نظر واچولو، هغې تپوس وکړو، ”د هغۀ ګاډۍ ولې دومره ناوخته کړو؟ مونږ ولې د هغۀ د ګاډۍ آواز نۀ اورو؟“ 29هوښيارو ښځو جواب ورکړو، بلکې هغې به ځان ته په خپله بيا بيا دا وئيل، 30”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“ 31مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“
او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.

Currently Selected:

قاضيانو 5: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in