YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 4

4
څلورم باب
دبوره او برق
1د اهُود د مرګ نه پس، بنى اِسرائيلو بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. 2نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو. 3د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. 4نو د لفيدوت ښځه، دبوره يوه پېغمبره وه او په هغه وخت کښې هغې د يو قاضى په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کولو. 5هغه به د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې د راما او بيت‌ايل په مينځ کښې د کجورې يوې خاص ونې لاندې کښېناسته او بنى اِسرائيل به هلته د فېصلو کولو دپاره ورتلل. 6يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابى‌نوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه. 7زۀ به د يابين د لښکر مشر سِسيرا وغولوم چې د قيسون سيند سره ستا خِلاف جنګ وکړى. د هغۀ سره به خپلې ګاډۍ او فوجيان وى، خو زۀ به تا له په هغۀ باندې فتح درکړم.“ 8برق جواب ورکړو، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو زۀ به لاړ شم، خو کۀ تۀ راسره نۀ ځې، نو بيا زۀ هم نۀ ځم.“ 9هغې جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به تا سره لاړه شم، خو په دې منصوبه کښې به تا ته عزت نۀ ملاويږى، ځکه چې مالِک خُدائ به سِسيرا يوې ښځې ته حواله کړى.“ نو دبوره د برق سره قادِس ته روانه شوه. 10برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه. 11په دې دوران کښې قينى حِبر په ضعننيم کښې د څېړۍ ونې سره نزدې د قادِس سره خپله خېمه لګولې وه. هغه د نورو قينيانو نه لرې تلے وو، چې هغوئ د موسىٰ د اوخى حوباب اولاد وو. 12کله چې سِسيرا خبر شو چې برق د تبور غرونو ته ختلے دے، 13نو هغۀ خپلې نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ او ټول سړى راوغوښتل او هغوئ يې د حروست هګوئيم نه د قيسون سيند ته ولېږل. 14دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو. 15کله چې برق او د هغۀ لښکر حمله وکړه، نو مالِک خُدائ سِسيرا د خپلو ټولو جنګى ګاډو او سړو سره په وارخطايۍ آخته کړل. سِسيرا د خپلې ګاډۍ نه راټوپ کړل او پېدل وتښتېدو. 16برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو. 17سِسيرا د قينى حِبر ښځې ياعيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حصور بادشاه يابين د حِبر د خاندان سره د امن تړون وو. 18ياعيل د سِسيرا سره مِلاوېدو دپاره راووتله او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، دننه راشه، زما خېمې ته دننه راشه. مۀ يرېږه.“ نو هغه دننه راغلو او هغه يې په بستره کښې پټ کړو. 19هغۀ هغې ته ووئيل، ”زۀ تږے يم، ما له لږې اوبۀ راکړه.“ نو هغې د پيو مشکيزه کولاو کړه، پئ يې په هغۀ وڅښل او بيا يې پټ کړو. 20بيا هغۀ ورته ووئيل، ”د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېږه، چې څوک راځى او تپوس کوى چې دلته څوک شته، نو ورته وايه چې نشته.“ 21سِسيرا ډېر ستړے وو او په خوږ خوب اودۀ شو. نو ياعيل څټک او د خېمې موږے واخستلو، غلې شان هغۀ له ورغله، هغې ورله موږے د تندى نه پورې غاړه وويستلو او موږے په زمکه کښې هم ښخ شو او هغه مړ شو. 22کله چې برق په سِسيرا پسې وو نو ياعيل مِلاوېدو دپاره ورووتله او ورته يې ووئيل، ”دلته راشه. زۀ به تا ته هغه سړے وښايم چې تۀ يې ګورې.“ نو هغه د هغې سره دننه لاړو او سِسيرا هلته په زمکه مړ پروت وو چې په تندى کښې يې د خېمې موږے ټک وهلے شوے وو. 23په هغه ورځ خُدائ پاک بنى اِسرائيلو له په کنعانى بادشاه يابين باندې فتح ورکړه. 24بنى اِسرائيل په هغۀ باندې دومره زورَور شول چې تباه يې کړو.

Currently Selected:

قاضيانو 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in