YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 3

3
درېم باب
په هغه مُلک کښې پاتې شوى قومونه
1بيا مالِک خُدائ څۀ قومونه په هغه مُلک کښې د دې دپاره پرېښودل چې هغه بنى اِسرائيليان وآزمائى چې کوم د کنعان په جنګونو کښې شامل نۀ وُو. 2هغۀ داسې د دې دپاره وکړل چې د بنى اِسرائيلو هر يو نسل ته د جنګ چل وښائى، خصوصاً هغوئ ته چې کومو مخکښې هيڅکله هم جنګ نۀ دے کړے. 3په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل. 4هغوئ د بنى اِسرائيلو دپاره يو آزمېښت وو، چې دا معلومه شى چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه بنى اِسرائيلو له کوم حُکمونه ورکړى وُو چې په هغې باندې عمل کوى او کۀ نه. 5نو داسې بنى اِسرائيل د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو سره اوسېدل. 6هغوئ د دوئ لوڼه وادۀ کړې او خپلې لوڼه يې د هغوئ زامنو له ورکړې او د هغوئ د معبودانو عبادت يې وکړو.
عتنى‌اېل
7بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو. 8نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او د مسوپتاميه بادشاه کوشن رِسعتيم ته يې حواله کړل او اتۀ کاله يې په هغوئ حکومت وکړو. 9بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. دا عتنى‌اېل وو چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو. 10د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنى‌اېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه. 11څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنى‌اېل مړ شو.
اهُود
12بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو د دې په وجه مالِک خُدائ د موآب بادشاه عجلون د بنى اِسرائيلو نه طاقتور کړو. 13عجلون عمونيان او عماليقيان د ځان سره ملګرى کړل، هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او د کجورو ښار يريحو يې قبضه کړو. 14بنى اِسرائيليان اتلس کاله د عجلون بادشاه د اختيار د لاندې وُو. 15بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو. 16اهُود يوه دوه مخيزه تُوره جوړه کړې وه چې تقريباً اتلس اِنچې اوږده وه. هغۀ دا د خپلو جامو لاندې د ښۍ پښې سپينې پورې تړلې وه. 17بيا هغۀ محصُول عجلون له يوړو، څوک چې ډېر څورب سړے وو. 18کله چې اهُود هغۀ له محصُول ورکړو، چې کومو سړو دا راوړے وو نو هغوئ يې رُخصت کړل. 19خو چې کله اهُود د کاڼو بُتانو ته ورسېدو چې جِلجال ته نزدې وو، نو عجلون ته راواپس شو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما سره ستا دپاره يو د راز خبره ده.“ نو بادشاه ورته ووئيل، ”اوس خبره مۀ کوه.“ او د هغۀ ټول نوکران د هغۀ د حضور نه لاړل. 20بيا چې کله بادشاه په چت باندې په خپله يخه کوټه کښې ناست وو، اهُود هغۀ له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما سره ستا دپاره د خُدائ پاک نه يو پېغام دے.“ نو بادشاه د تخت نه پاڅېدو. 21اهُود د خپل ګس لاس سره د ښى طرف نه تُوره راوويسته او د بادشاه په خېټه کښې يې ننه ويستله. 22تُوره دومره ډُوبه لاړه چې د دې لاسکے په وازګه باندې پټ شو. اهُود تُوره د بادشاه د خېټې نه راونۀ ويستله او د بادشاه کولمو نه ګند راووتلو. 23بيا اهُود برنډې ته ووتلو، هغۀ پسې يې دروازې بندې کړې او تالې يې ولګولې، 24او ترې نه لاړو. نوکران راغلل او وې ليدل چې دروازې تاله وې، هغوئ صِرف دا خيال کولو چې بادشاه دننه دے او متيازې کوى. 25هغوئ تر څۀ وخته پورې انتظار وکړو، خو چې هغۀ بيا هم دروازه کولاو نۀ کړه، نو هغوئ چابى واخستله او دا يې کولاو کړه. او د هغوئ نېک دننه په فرش باندې مړ پروت وو. 26په کوم وخت چې هغوئ اِنتظار کولو نو اهُود وتښتېدو، هغه د کاڼو بُتانو نه تېر شو او سعيرت ته وتښتېدو. 27کله چې هغه د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدو، نو هغۀ بيګل وغږولو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره راغونډ کړى، بيا يې هغوئ د غر نه لاندې بوتلل. 28هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو. 29هغوئ په هغه ورځ باندې تقريباً لس زره ښۀ، تکړه موآبيان فوجيان ووژل، يو هم ونۀ تښتېدلو. 30په هغه ورځ بنى اِسرائيلو موآبيانو له شکست ورکړو او اتيا کاله په هغه مُلک کښې امن وو.
شمجر
31ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.

Currently Selected:

قاضيانو 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in