YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 17

17
اوولسم باب
د ميکاه بُتان
1يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو. 2هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“ 3هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“ 4کله يې چې دا واپس خپلې مور له ورکړې نو هغې دوه سوه د سپينو زرو سيکې يوړې او زرګر د لرګى بُت جوړ کړو او سپين زر يې پرې وخېژول. دا د ميکاه په کور کښې کېښودے شول. 5د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُت‌خانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو. 6په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه. 7هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيت‌لحم په ښار کښې اوسېدو. 8هغه د بيت‌لحم نه لاړو چې د اوسېدو دپاره بل ځائ ولټوى. د سفر په دوران کښې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د ميکاه کور ته راغلو. 9ميکاه د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو ليوى يم چې د يهوداه د بيت‌لحم نه راغلے يم. زۀ د اوسېدو دپاره يو ځائ لټوم.“ 10ميکاه ووئيل، ”ما سره ايسار شه. زما اِمام او مشير شه او زۀ به په کال کښې لس د سپينو زرو سيکې، جامې او خوراک درکوم.“ 11هغه ځوان ليوى د ميکاه سره اوسېدو ته راضى شو او د هغۀ د زوئ په شان شو. 12ميکاه هغه خپل اِمام مقرر کړو او هغه د ميکاه په کور کښې اوسېدو. 13ميکاه ووئيل، ”اوس چې زما يو ليوى اِمام شته، نو ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به زما هر کار سم کړى.“

Currently Selected:

قاضيانو 17: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in