YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 16

16
شپاړسم باب
سمسون په غزه کښې
1سمسون يوه ورځ فلستى ښار غزه ته لاړو، هلته د يوې کنجرې سره مِلاو شو او د هغې سره څملاستو. 2د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“ 3خو سمسون تر نيمې شپې پورې د کنجرې سره پروت وو. بيا هغه پاڅېدو او د ښار دروازه يې ونيوله او د تمبو، دُرشلو، تالو او هر څۀ سره يې وويستله. هغۀ دا په خپلو اوږو باندې کېښودل او د هغه غر سر پورې يې يوړل چرته نه چې حبرون ښکارېدو.
سمسون او دليله
4د هغې نه پس، سمسون په يوه ښځه باندې مئين شو چې نوم يې دليله وو، چې هغه د سورِق په مېدان کښې اوسېده. 5هغه پينځۀ فلستى بادشاهان هغې له لاړل او ورته يې ووئيل، ”سمسون وغولوه چې تا ته ووائى چې هغه دومره تکړه ولې دے او مونږ په هغۀ باندې څنګه غالِب راتلے شُو، چې وې تړُو او کمزورے يې کړُو. مونږ هر يو به تا له يوولس سوه د سپينو زرو سيکې درکړُو.“ 6نو دليلې سمسون ته ووئيل، ”مِهربانى وکړه ما ته ووايه چې تۀ په څۀ څيز دومره تکړه يې. کۀ څوک تا تړل او کمزورے کول وغواړى نو هغه داسې څنګه کولے شى؟“ 7سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ هغوئ د ليندې په اوو نوؤ مزو باندې ما وتړى چې هغه تازه وى او اوچ شوى نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“ 8نو فلستى بادشاهانو دليلې له د ليندې اووۀ مزى راوړل چې اوچ شوى نۀ وُو او هغې پرې سمسون وتړلو. 9په بله کوټه کښې د هغې څۀ سړو اِنتظار کولو، نو هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغۀ د ليندې مزى داسې وشلول لکه چې په تارونو باندې اور ولګى او وشليږى. خو هغوئ ته بيا هم د هغۀ د طاقت د راز پته ونۀ لګېده. 10دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بې‌وقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ 11هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ ما په داسې رسو باندې وتړى چې هيڅکله هم استعمال شوې نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“ 12نو دليلې نوې رسۍ راوړې او هغه يې پرې وتړلو. بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه سړو په بله کوټه کښې اِنتظار کولو. نو هغۀ رسۍ د تارونو په شان د خپلو مټو نه وشلولې. 13دليلې سمسون ته ووئيل، ”تا تر اوسه پورې زما نه کم عقله جوړه کړې ده او ما ته دروغ وائې. ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما د وېښتو اووۀ کونسۍ د جامو په خپله کډۍ کښې وګنډې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړې، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے يم.“ 14دليلې هغه په آرام سره اودۀ کړو، د هغۀ د وېښتو اووۀ کونسۍ يې وګنډلې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړلې او چغه يې کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغه پاڅېدو او خپل وېښتۀ يې د هغه کډۍ نه خلاص کړل. 15نو هغې ورته ووئيل، ”تۀ څنګه وائې چې زما سره مينه کوې، کله چې تۀ په ما اعتبار هم نۀ کوې؟ تا درې ځل زما نه کم عقله جوړه کړه او تا بيا هم ما ته ونۀ وئيل چې تۀ په څۀ باندې دومره تکړه يې.“ 16هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو. 17نو سمسون آخر کښې هغې ته رښتيا وئيل، ”زما وېښتۀ هيڅکله هم نۀ دى کل شوى. زما د پېدا کېدو د وخت نه زۀ خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف يم. کۀ زما وېښتۀ کل شوى وے، نو زما طاقت به ختم شوے وو او د نورو په شان به کمزورے وم.“ 18کله چې دليلې ته پته ولګېده چې هغۀ ورته ټول راز وښودلو، نو هغې فلستى بادشاهانو ته يو پېغام ولېږلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو يو ځل بيا راشئ. سمسون ما ته رښتيا وئيلى دى.“ نو هغوئ راغلل او د ځان سره يې پېسې هم راوړې. 19دليلې په آرام سره سمسون په خپل غېږ کښې اودۀ کړو او بيا يې سړے راوغوښتلو، چې هغۀ د سمسون د وېښتو اووۀ څڼې کلې کړې. نو داسې هغه يې په تکليف کښې واچولو ځکه چې د هغۀ طاقت ختم شو. 20بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه پاڅېدو او خيال يې دا وو چې زۀ به د مخکښې په شان ځان خلاص کړم او آزاد به شم. خو هغۀ ته پته نۀ وه چې مالِک خُدائ هغه پرېښے وو. 21فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو. 22خو د هغۀ وېښتۀ بيا راوشول.
د سمسون مرګ
23فلستى بادشاهان راغونډ شول چې جشن وکړى او خپل خُدائ دجون ته يوه لويه قربانى پېش کړى. هغوئ ووئيل، ”زمونږ خُدائ مونږ له زمونږ په دشمن سمسون باندې فتح راکړې ده.“ 24‏-25نو هغوئ خوشحالى کوله او هغوئ ووئيل، ”سمسون راوغواړئ او راځئ چې په هغۀ پورې ټوقې وکړُو.“ کله چې هغوئ سمسون د قېد نه راوويستلو، نو هغوئ ورپورې ټوقې کولې او د ستنو په مينځ کښې يې ودرولے وو. کله چې خلقو هغه ولېدلو، نو هغوئ د خپل خُدائ ثناء صِفت کولو، ”زمونږ خُدائ زمونږ په دشمن باندې فتح راکړې ده، چا چې زمونږ مُلک وران کړو او زمونږ ډېر کسان يې ووژل.“ 26سمسون هغه هلک ته وفرمائيل چا چې لاس نيولے روان کړے وو چې، ”ما پرېږده چې په هغه ستنو باندې لاس ولګوم چې په کومو باندې دا کور ولاړ دے. زۀ په دې باندې تکيه لګول غواړم.“ 27هغه ځائ د ښځو او سړو نه ډک وو. پينځۀ واړه فلستى بادشاهان هم هلته وُو او هلته په چت باندې تقريباً درې زره ښځې او سړى وُو، هغوئ کتل چې په سمسون پورې ټوقې کېدلې. 28سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“ 29نو سمسون هغه دوه مينځنۍ ستنې ونيولې چې په کومو باندې هغه آبادى ولاړه وه. په دواړو باندې يې يو يو لاس کېښودو 30او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُت‌خانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو. 31د هغۀ وروڼه او د هغۀ د خاندان نور کسان د هغۀ لاش وړلو له راغلل. هغه يې واپس يوړو او د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د خپل پلار منوحه په قبر کښې يې ښخ کړو. هغه شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.

Currently Selected:

قاضيانو 16: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in