4
څلورم باب
د حضرت موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک د تابعدارۍ نصيحت کول
1بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. 2زۀ چې تاسو له کوم حُکم درکړم په هغې کښې مۀ څۀ زياتوئ او مۀ څۀ کموئ. چې ما مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم حُکمونه درکړى دى په هغې عمل کوئ. 3تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو، 4خو ستاسو هغه کسان چې د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک وفادار وُو، هغوئ تر نن ورځې پورې ژوندى پاتې دى. 5ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ. 6په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى. 7بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ داسې خُدائ وى چې په ضرورت کښې ورته دومره نزدې وى لکه څومره چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته نزدې دے. مونږ چې کله هم د مدد دپاره هغۀ ته سوال وکړُو نو هغه زمونږ سوال قبلوى. 8بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے. 9پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ، 10چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى. 11چې تاسو څنګه د غرۀ لمنې ته لاړئ او هلته ودرېدئ په کوم چې اور لګېدلے وو او لمبې يې آسمان ته ختلې او وريځ او تکه توره تيارۀ شوه. 12هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ ستاسو سره څنګه د اور نه خبرې وکړې، تاسو څنګه د هغۀ خبرې واورېدلې خو د هغۀ صورت مو ونۀ ليدو. 13هغۀ تاسو ته وفرمائيل چې د هغه لوظ پوره کولو دپاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمونو عمل کوئ، کوم چې هغۀ د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو. 14مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې تاسو ته هغه ټول قانون وښايم چې په هغې به تاسو په هغه مُلک کښې عمل کوئ چې په کوم باندې تاسو حمله کوئ او قبضه کوئ يې.
د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے
15کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره خبرې وکړې او تاسو د هغۀ صورت ونۀ ليدو، نو خپلې فائدې دپاره پام کوئ چې 16په هر شکل کښې بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه ګناهګار نۀ کړئ، کۀ هغه شکل د نر وى، يا د ښځې، 17د ځناور يا د مارغۀ، 18د داسې يو ځناور چې په زمکه تلل کوى يا کۀ په اوبو کښې د کب وى. 19په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى. 20خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ. 21خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما ته غصه وو او دا قسم يې وخوړو چې تۀ به د اُردن سيند نه پورې نۀ وځې چې هغه آباد مُلک ته لاړ شى کوم چې هغه تاسو له درکوى. 22زۀ به په دې مُلک کښې مړ شم او هيڅکله به د سيند نه پورې نۀ وځم، خو هغه وخت نزدې دے چې تاسو به واوړئ او هغه آباده زمکه به قبضه کړئ. 23پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ 24ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے. 25تر دې پورې چې تاسو به په هغه مُلک کښې تر ډېره وخته پورې يئ او بچى او نمسى به مو پېدا شى، د يو څيز په شکل هم بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه مۀ ګناهګاروئ. د مالِک خُدائ په نظر کښې دا يو بد عمل دے او د دې په وجه به هغه غصه شى. 26نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ. 27مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى. 28هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې انسان جوړ کړى وى، د لرګو او د کاڼو معبودان، هغه معبودان چې نۀ ليدل او نۀ اورېدل کولے شى، نۀ خوراک او نۀ بويول کولے شى. 29خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ. 30کله چې تاسو په تکليف کښې يئ او په تاسو باندې دا هر څۀ تېر شوى وى، نو آخر به مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د هغۀ تابعدارى به وکړئ. 31هغه رحم کوونکے خُدائ پاک دے. هغه به تاسو نۀ پرېږدى او نۀ به مو تباه کوى او هغه به هغه لوظ نۀ هېروى چې کوم هغۀ په خپله ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے. 32تاريخ ته وګورئ. ستاسو د پېدايښت نه مخکښې وخت، او وروستو وخت او زمانې ته وګورئ کله چې مالِک خُدائ بنى آدم په زمکه پېدا کړو. ټوله دُنيا ولټوئ. د دې په شان لوئ کار مخکښې کله هم شوے دے څۀ؟ ولې مخکښې چا د دې په شان څۀ اورېدلى دى؟ 33داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟ 34بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل. 35مالِک خُدائ تاسو ته دا وښودل چې دا ثابِته شى چې يواځې هغه خُدائ پاک دے او بې له هغۀ نه بل نشته. 36هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واورېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، او هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مقدس اور وليدلو او د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې. 37ځکه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره مينه کوله، هغۀ تاسو غوره کړئ او د خپل لوئ طاقت سره هغۀ په خپله تاسو د مِصر نه راوويستلئ. 38کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومونه وشړل چې ستاسو نه لوئ او طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ مُلک ته راولى او در يې کړى، کوم مُلک چې نن هم ستاسو دے. 39نو نن دا خبره ياده ساتئ او هيڅکله يې مۀ هېروئ. مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک دے چې په آسمان کښې او لاندې په زمکه کښې موجود دے. بل يو خُدائ هم نشته. 40د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“
د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د پناه دپاره ښارونه
41بيا موسىٰ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته درې ښارونه بېل کړل. 42کله چې څوک په غلطۍ سره داسې څوک ووژنى چې دشمنى يې ورسره نۀ وى نو قاتِل به د دې ښارونو نه يو ښار ته د پناه دپاره وتښتى او خپل ژوند به بچ کړى. 43د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.
د خُدائ پاک د قانون په حقله د حضرت موسىٰ پېغام ورکول
44موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانون او اصُول وښودل. 45-46دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيتفعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو. 47هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو. 48دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے. 49په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامله وه چې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه او د پِسګه د غرۀ تر لمنې پورې وه.