3
درېم باب
د بنى اِسرائيلو په عوج بادشاه باندې برے موندل
1او بيا، مونږ د بسن علاقې طرف ته لاړُو او د ادرعى ښار ته نزدې د عوج بادشاه د خپل ټول لښکر سره زمونږ سره جنګ دپاره راووتلو. 2خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ هغه، د هغۀ سړى او د هغۀ ټوله علاقه تاسو له درکوم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړئ لکه څنګه چې مو د امورى بادشاه سيحون سره کړے وو چې هغۀ په حسبون بادشاهى کوله. 3نو مالِک خُدائ د عوج بادشاه او د هغۀ خلق هم مونږ له په لاس کښې راکړل او مونږ هغوئ ټول ووژل. يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو. 4هم په هغه وخت مونږ د هغۀ ټول ښارونه قبضه کړل، داسې يو ښار هم نۀ وو چې مونږ نيولے نۀ وو. مونږ ټول شپېتۀ ښارونه ونيول، د ارجوب ټوله علاقه چرته چې د بسن بادشاه عوج بادشاهى کوله. 5د دې ټولو ښارونو لوړ لوړ پاخۀ دېوالونه وُو، دروازې او د دروازو بندولو دپاره يې اړامونه وُو او هلته داسې کلى هم وُو چې دېوالونه يې نۀ وُو. 6مونږ ټول ښارونه تباه کړل او ټول سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل، هم هغه شان لکه څنګه چې مونږ د حسبون بادشاه چې نوم يې سيحون وو په ښارونو کښې کړى وُو. 7مونږ ټول څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل. 8په هغه وخت کښې مونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله. 9صيدانيان د حرمون غرۀ ته سِريون نوم اخلى او اموريان ورته سنير وائى. 10مونږ د بسن بادشاه عوج ټول مُلک قبضه کړو يعنې د لوړې علاقې ښارونه، د جِلعاد او بسن علاقې، د سلکه او ادرعى ښارونو پورې.“ 11عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.
د اُردن نمرخاتۀ طرف ته آبادې شوې قبيلې
12”کله چې مونږ په هغه مُلک قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه او د غرونو مُلک جِلعاد برخه، سره د دې د ښارونو د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه. 13د جِلعاد هغه پاتې برخه او ټول بسن ما د منسى نيمې قبيلې په حواله کړو، چرته چې عوج بادشاهى کړې وه، هغه د ټول ارجوب علاقه وه.“ بسن د رفائيانو مُلک په نوم مشهور وو. 14د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى. 15”د منسى قبيلې مکير ته ما جِلعاد په حواله کړو. 16او د جِلعاد نه واخله د ارنون سيند پورې علاقه ما د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه. د هغوئ سرحد د سيند مينځ وو او د هغوئ بل سرحد د يبوق سيند وو، چې د هغې يوه برخه د عمونيانو سرحد وو. 17د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه. 18هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى. 19ما ته پته ده چې تاسو سره ډېر څاروى دى، نو صِرف ستاسو ښځې، بچى او څاروى به په هغه ښارونو کښې ستاسو نه پاتې شى کوم چې ما ستاسو په حواله کړى دى. 20هغه مُلک چې مالِک خُدائ يې بنى اِسرائيلو له ورکوى چې د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دے، د هغې په نيولو کښې تر هغې پورې د بنى اِسرائيلو مدد وکړئ چې مالِک خُدائ هغوئ هلته په امن سره اوسېدو ته پرېښى نۀ وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو په امن کړى يئ. د هغې نه پس، تاسو واپس دې مُلک ته راتلے شئ کوم چې ما ستاسو په حواله کړے دے. 21بيا ما يشوَع ته دا اصُول وښودل، تا هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه دوه بادشاهانو يعنې سيحون او عوج سره وکړل، او چې د چا په مُلک هم حمله کوئ نو هم هغه شان به ورسره وشى. 22د هغوئ نه مۀ يرېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو دپاره جنګ وکړى.
د حضرت موسىٰ کنعان ته نۀ پرېښودل
23په هغه وخت کښې ما د زړۀ د اخلاصه دا دُعا وکړه چې، 24اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى. 25مالِکه خُدايه، ما پرېږده چې د اُردن سيند نه پورې وځم او چې هغه زرخېزه زمکه ووينم چې په بل طرف باندې ده او چې د غرونو ښائسته مُلک او د لبنان غرونه ووينم. 26خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته په قهر وو او زما سوال يې وانۀ ورېدو. او راته يې وفرمائيل، بس نور چې د دې ذِکر ونۀ کړئ. 27د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې. 28د دې په ځائ يشوَع ته خپل اصُول وښايه. د هغۀ حوصله مضبوطه کړه، ځکه چې هغه به د خلقو لارښودنه کوى چې هغه مُلک قبضه کولو له ورپورې وځى کوم چې تۀ وينې. 29نو مونږ بيتفعور ښار ته مخامخ په هغه مېدان کښې پاتې شُو.“