YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 18

18
اتلسم باب
حضرت الياس او د بعل پېغمبران
1نو څۀ موده وروستو، د اوچ کالۍ په درېم کال، د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”لاړ شه او د اخى‌اب بادشاه په مخکښې حاضر شه، نو زۀ به په زمکه باران راولېږم.“ 2نو الياس روان شو. په سامريه کښې قحط ډېر زيات سخت وو، 3نو اخى‌اب بادشاه عبدياه راوغوښتو چې هغه يې د محل مشر وو. او عبدياه د مالِک خُدائ ښۀ تابعدار وو، 4او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو. 5اخى‌اب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى. 6نو زۀ به دېخوا لاړ شم او تۀ اخوا لاړ شه.“ او هغوئ دواړه په بېلو بېلو طرفونو روان شول. 7کله چې عبدياه په لاره روان وو، نو ناڅاپه هغه د الياس سره مِلاو شو. هغه يې وپېژندو، د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”زما نېکه الياسه. دا په رښتيا تۀ يې؟“ 8هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ يم، لاړ شه او خپل نېک يعنې بادشاه ته ووايه چې الياس دلته دے.“ 9عبدياه ورته ووئيل، ”ما څۀ بد کړى دى چې تۀ مې اخى‌اب بادشاه ته حواله کوې چې هغه مې ووژنى؟ 10زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے. 11او اوس تۀ ما ته وائې چې لاړ شم او خپل نېک ته ووايم چې الياس دلته دے؟ 12خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخى‌اب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم. 13زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟ 14نو تۀ ما له څنګه حُکم راکوې چې لاړ شم او بادشاه ته ووايم چې تۀ دلته يې؟ هغه به ما ووژنى.“ 15الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى ربُ الافواج په نوم لوظ کوم د کوم چې زۀ خِدمت کوم چې زۀ به خپل ځان نن بادشاه ته پېش کړم.“ 16نو عبدياه اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل چې الياس راغلے دے. نو اخى‌اب د الياس سره مِلاوېدو له روان شو. 17کله چې اخى‌اب هغه وليدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل، ”د اِسرائيل د مُلک شريره، دا په رښتيا تۀ يې.“ 18الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې. 19اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“ 20نو اخى‌اب ټول اِسرائيليان او د بعل پېغمبران راغونډ کړل چې د کرمل په غر مِلاو شى. 21الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل. 22بيا الياس وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ په پېغمبرانو کښې صرف زۀ پاتې يم، خو د بعل پېغمبران څلور نيم سوه سړى دى. 23دوه غوَيان راولئ، وړومبے دې د بعل پېغمبران خوښ کړى، حلال دې کړى، ټوټې ټوټې دې کړى او په لرګو باندې دې کېږدى، خو اور دې نۀ بلوى. او زۀ به د هغه بل غوَيى سره هم دغه شان وکړم. 24نو تاسو خپل خُدائ ته سوال وکړئ او زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او چې په جواب کښې کوم يو خُدائ اور راولېږى، نو هغه رښتونے خُدائ پاک دے.“ خلقو چغې کړې چې، ”تۀ ټيک وائې.“ 25بيا الياس د بعل پېغمبرانو ته وفرمائيل، ”تاسو ډېر يئ نو ځکه، اول تاسو يو غوَيے بوځئ او تيار يې کړئ او خپل خُدائ ته سوال وکړئ، خو په لرګو اور مۀ بلوئ.“ 26چې کوم غوَيے ورله راوستلے شوے وو نو هغوئ هغه بوتلو، تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو. او چې کومه قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه د هغې نه ګېرچاپېره ګډېدل. 27د غرمې په وخت الياس ورپورې ټوقې شروع کړې، ”ښۀ په زوره چغې وهئ، ځکه چې هغه خُدائ دے. کېدے شى چې هغه د ورځې خوبونه وينى، يا په متيازو ناست وى، يا په سفر تلے وى. يا اودۀ وى، راويښ يې کړئ.“ 28نو پېغمبرانو چغې نورې هم تېزې کړې او د خپل رسم په مطابق يې په چاکوانو او په نېزو خپل ځانونه دومره غوڅ کړل، چې په وينه لت پت شول. 29هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو. 30بيا الياس خلقو ته وفرمائيل، ”ما له نزدې راشئ.“ او هغوئ ټول ترې نه راغونډ شول. الياس د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه مرمت کول شروع کړل کومه چې راغورزولے شوې وه. 31هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو. 32د دې کاڼو سره هغۀ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړه کړه. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره يوه کنده وکنستله، دومره لويه چې تقريباً څوارلس ليټره اوبۀ په کښې راتلې. 33بيا هغۀ لرګى په قربان‌ګاه باندې کېښودل، غوَيے يې ټوټې ټوټې کړو او په لرګو يې کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”دا څلور منګى د اوبو نه ډک کړئ او په نذرانه او لرګو باندې يې واچوئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل، 34او هغۀ وفرمائيل، ”دا بيا وکړئ،“ نو هغوئ بيا داسې وکړل. هغۀ بيا وفرمائيل چې داسې يو ځل بيا وکړئ، نو هغوئ په درېم ځل هم داسې وکړل. 35اوبۀ د قربان‌ګاه نه لاندې ګېرچاپېره وبهېدې او هغه کنده يې ډکه کړه. 36د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربان‌ګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى. 37مالِکه خُدايه، زما سوال واوره، زما سوال واوره، نو چې دې خلقو ته پته ولګى چې تۀ، مالِک خُدائ، خُدائ پاک يې او تۀ د هغوئ زړونه ځان ته بيا را اړوې.“ 38نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې. 39کله چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ پړمخې په زمکې پرېوتل او وې وئيل، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“ 40الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.
د اوچ کالۍ ختمېدل
41بيا الياس اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”اوس لاړ شه او خوراک څښاک وکړه. زۀ د يو دروند باران شور اورم چې راروان دے.“ 42کله چې اخى‌اب د خوراک او څښاک دپاره لاړو، نو الياس د کرمل غرۀ سر ته وختلو، هلته هغه ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو. 43هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د سمندر طرف ته وګوره.“ نوکر لاړو او بيا راغلو او وې وئيل، ”ما خو هيڅ هم ونۀ ليدل.“ الياس اووۀ ځل هغۀ ته وفرمائيل چې لاړ شه او وګوره. 44په اوؤم ځل هغه راواپس شو او وې وئيل، ”ما يوه وړه وريځ وليده چې د سړى د لاس برابره وه او د سمندر نه راروانه وه.“ الياس خپل نوکر له حُکم ورکړو، چې، ”اخى‌اب بادشاه له لاړ شه او هغۀ ته ووايه چې جنګى ګاډۍ تياره کړى، په کښې سور شى او کور ته زر راواپس شى ګنې باران به يې رايسار کړى.“ 45په لږ وخت کښې آسمان په تکه توره وريځ باندې پټ شو، هوا راغله او ورسره دروند باران هم شروع شو. اخى‌اب په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته واپس روان شو. 46د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in