YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 17

17
اوولسم باب
د حضرت الياس د اوچ کالۍ پېشګوئې ورکول
1په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“ 2بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو، 3”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه. 4تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“ 5الياس د مالِک خُدائ فرمانبردارى وکړه او د کريت ولې سره نزدې د اوسېدو دپاره لاړو. 6کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې. 7خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه.
د صارفت د کونډې قيصه
8بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، 9”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“ 10نو الياس صارفت ته لاړو او چې څنګه هغه د ښار دروازې ته ورسېدو نو هغۀ يوه کونډه وليده چې د اور خشاک يې راغونډولو. نو هغه يې راوغوښته او ورته يې وفرمائيل، ”ما له په جام کښې لږې اوبۀ راوړه چې وې څښم.“ 11څنګه چې هغه اوبو راوړلو له روانه شوه، نو هغۀ آواز ورکړو، ”ما له لږه روټۍ هم راوړه؟“ 12کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“ 13الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه. 14ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې تر هغې به ستا په منګى کښې اوړۀ او په لوښى کښې تېل ختم نۀ شى ترڅو چې ما مالِک خُدائ په زمکه باران نۀ وى ورولے.“ 15هغه کونډه کور ته لاړه او هم هغه شان يې وکړل چې څۀ ورته الياس فرمائيلى وُو. او د هغوئ درېو واړو دپاره د ډېر وخت خوراک موجود وو. 16مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول. 17څۀ موده وروستو، د هغه کونډې ښځې زوئ بيمار شو او ورځ په ورځ هغه نور هم خرابېدو او په آخر کښې يې ساه ورکړه. 18هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“ 19الياس ورته وفرمائيل، ”ما له ستا زوئ راکړه.“ بيا هغۀ هلک د هغې د غېږې نه واخستلو او بره يې هغه کوټې ته وخېژولو چرته چې اوسېدو. الياس هغه هلک په خپل کټ کښې واچولو 20او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، تا د دې کونډې سره دومره بد ولې وکړل؟ هغه زما سره دومره ښۀ ده چې زما خيال ساتى او اوس تۀ د هغې زوئ وژنې.“ 21بيا الياس درې ځل هغه هلک راغاړه ويستلو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، دا ماشوم دې بيا راژوندے شى.“ 22مالِک خُدائ د الياس سوال واورېدو او هلک بيا ساه اخستل شروع کړل او ژوندے شو. 23الياس هغه هلک واپس لاندې د هغۀ مور له راوستو او هغې ته يې وفرمائيل، ”وګوره، ستا زوئ ژوندے دے.“ 24هغه ښځې ورته ووئيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ د خُدائ پاک پېغمبر يې او ستا د خولې په ذريعه د مالِک خُدائ کلام رښتيا دے.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in