YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 16

16
شپاړسم باب
1بيا د مالِک خُدائ کلام د حنانى په زوئ ياهُو پېغمبر نازل شو او د بعشا دپاره يې دا پېغام ورکړو، 2”ما د خاورو نه اوچت کړې او د اِسرائيليانو مشر مې جوړ کړې. خو د يربعام په شان تا هم ګناه کړې ده او زما خلق دې د ګناه طرف ته بوتلى دى. د هغوئ ګناهونو زما غصه راپارولې ده، 3نو زۀ به تا او ستا خاندان تباه کړم، لکه څنګه چې ما يربعام او د هغۀ خاندان تباه کړے وو. 4ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به يې وخورى او څوک هم چې په مېدان کښې مړۀ شى نو مارغان به يې وخورى.“ 5بعشا چې نور هر څۀ هم کړى دى سره د هغۀ د بهادرۍ ټولو کارنامو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. 6بعشا مړ شو او په تِرضاه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ ايله د هغۀ نه پس بادشاه شو. 7د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.
د اِسرائيل بادشاه ايله
8د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په شپږويشتم کال، د بعشا زوئ ايله د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې په تِرضاه باندې بادشاهى وکړه. 9د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو. 10زِمرى کور ته ورننوتلو، ايله يې ووژلو او د هغۀ په تخت کښېناستو. د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال داسې وشول. 11څنګه چې زمرے د هغۀ په تخت کښېناستو، نو هغۀ د بعشا د خاندان ټول کسان ووژل. د هغۀ ټول نران رشته‌دار او نران دوستان يې ووژل. 12نو چې څنګه مالِک خُدائ د ياهُو پېغمبر په ذريعه د بعشا خِلاف فرمائيلى وُو، زِمرى د بعشا مکمل خاندان ووژلو. 13د خپلې ګناه او د بنى اِسرائيلو د ګناه طرف ته بوتلو په وجه، بعشا او د هغۀ زوئ ايله د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله. 14ايله چې نور هر څۀ هم کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د اِسرائيل بادشاه زِمرى
15د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال، زِمرى په تِرضاه کښې اووۀ ورځې په اِسرائيل بادشاهى وکړه. د اِسرائيل فوجيانو په فلستيه کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو، 16او کله چې هغوئ خبر شو چې زِمرى د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړې ده او بادشاه يې وژلے دے، نو هلته هغوئ ټولو دا اِعلان وکړو چې د هغوئ فوجى مشر عُمرى د اِسرائيل بادشاه دے. 17عُمرے او د هغۀ فوجيان د جبتون نه لاړل او تِرضاه يې محاصره کړو. 18کله چې زِمرى وليدل چې ښار قبضه شوے دے، نو هغه د محل دنننۍ قلعې ته لاړو، په محل يې اور بل کړو او هغه د اور په لمبو کښې مړ شو. 19د مالِک خُدائ خِلاف د هغۀ د ګناهونو په وجه داسې وشول، لکه څنګه چې د هغۀ نه مخکښېنى يربعام د خپلې ګناه په وجه مالِک خُدائ نارضا کړے وو او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلى وُو. 20زِمرى چې نور څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د بغاوت د منصوبې جوړولو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د اِسرائيل بادشاه عُمرى
21نو د دې نه پس اِسرائيليان په دوو ډلو کښې تقسيم شول، نيمو کسانو وئيل چې د جينت زوئ تِبنى بادشاه جوړوُو او نيم د عُمرى په حق کښې وُو. 22خو د عُمرى قبيلې وګټله او د جينت زوئ تِبنى په ډله باندې بريالى شول. تِبنى ووژلے شو او عُمرى بادشاه شو. 23نو د يهوداه د آسا بادشاه د بادشاهۍ په يو دېرشم کال، عُمرى د اِسرائيل بادشاه شو او دولس کاله يې بادشاهى وکړه، وړومبے شپږ کاله هغۀ په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه، 24او بيا هغۀ د سپينو زرو په شپږ زره سيکو باندې د سامريه غر د يو سړى نه واخستلو چې نوم يې سمر وو. عُمرى د غرۀ نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل، هلته يې يو ښار جوړ کړو او سامريه نوم يې پرې کېښودو، سمر د دې غر مخکښېنے مالِک وو. 25عُمرى د مالِک خُدائ په نظر کښې بد کارونه کول او د مالِک خُدائ خِلاف يې د مخکښېنو بادشاهانو نه زياته ګناه وکړه. 26د يربعام په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغۀ د خپلې ګناه او د هغه ګناه په وجه وُو چې بنى اِسرائيليان يې د بُت پرستۍ طرف ته بوتلى وُو. 27نور هر څۀ چې عُمرى کړى وُو او د هغۀ ټولې کاميابۍ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. 28عُمرى مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخى‌اب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب
29د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال، د عُمرى زوئ اخى‌اب د اِسرائيل بادشاه شو، هغۀ په سامريه کښې دوويشت کاله بادشاهى وکړه. 30هغۀ د مخکښېنو بادشاهانو د هر يو نه زيات د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. 31هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو. 32هغۀ په سامريه کښې د بعل دپاره يوه عبادتخانه او يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او هغه يې په کښې کېښودو. 33هغۀ د اشيرې بُت ولګولو. د اِسرائيل د ټولو مخکښېنو بادشاهانو نه يې زيات د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله. 34د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيت‌ايل، حى‌اېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حى‌اېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in