YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 14

14
څوارلسم باب
د يربعام د زوئ مرګ
1په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو. 2يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم. 3هغۀ له لس غټې او څۀ نرۍ روټۍ او يو منګے شات ورکړه. د هغۀ نه تپوس وکړه چې په هلک باندې به څۀ چل کيږى.“ 4نو هغه په سيلا کښې د اخياه کور ته لاړه. د ډېر عُمر په وجه اخياه ړوند شوے وو. 5مالِک خُدائ اخياه ته فرمائيلى وُو چې د يربعام ښځه د خپل بيمار زوئ په حقله تپوس کولو له راروانه ده. او مالِک خُدائ اخياه ته وفرمائيل چې څۀ به وائې. کله چې د يربعام ښځه راورسېده، نو هغې داسې ښکاره کړل چې هغه ګنې بل څوک ده. 6خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے. 7لاړه شه او يربعام ته ووايه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغۀ ته فرمائى چې ما ستا درجه د نورو خلقو نه اوچته کړه او زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې. 8د داؤد اولاد نه ما بادشاهى واخستله او تا له مې درکړه. خو تۀ زما د خِدمت کوونکى داؤد په شان نۀ يې، چې هغه زما پوره تابعدار وو، زما حُکمونه يې منل او صِرف هغه څۀ يې کول چې ما ورته وئيل. 9تا د هغوئ نه هم لوئې ګناهونه وکړل چې کومو ستا نه مخکښې بادشاهى کوله. تا زۀ رد کړے يم او زما غصه دې راپارولې ده ځکه چې د عبادت دپاره دې بُتان او مجسمې جوړې کړې دى. 10نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى. 11ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به هغه وخورى او چې څوک په مېدان کښې مړ شى نو مارغان به هغه وخورى. ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“ 12او اخياه د يربعام ښځې ته وفرمائيل، ”اوس واپس کور ته لاړه شه. چې څنګه تۀ ښار ته ورننوځې نو ستا زوئ به مړ شى. 13ټول بنى اِسرائيليان به په هغۀ ماتم وکړى او ښخ به يې کړى. صِرف دے به د يربعام د خاندان هغه کس وى چې په صحيح طريقه کفن دفن شوے وى، ځکه چې صِرف د هغۀ نه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک رضا دے. 14مالِک خُدائ په اِسرائيل باندې يو بادشاه مقرروى چې هغه به د يربعام د خاندان بادشاهى ختمه کړى او دا به هم اوس اوس وشى. 15مالِک خُدائ به د اِسرائيل مُلک له سزا ورکړى او هغه به داسې وخوځوى لکه چې په يوه وَله کښې د لوخې بوټے خوځيږى. هغه به اِسرائيل د دې ښۀ مُلک نه د بېخ نه وباسى کوم چې هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړ‌ے وو او هغوئ به د فرات سيند نه اخوا خوارۀ وارۀ کړى، ځکه چې هغوئ د اشيرې بُتانو جوړولو په وجه د هغۀ غصه راپارولې ده. 16مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“ 17د يربعام ښځه واپس تِرضاه ته لاړه. چې څنګه هغه کور ته دننه شوه نو هغه هلک مړ شو. 18ټول اِسرائيل په هغۀ پسې غم وکړو او هغه يې ښخ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى اخياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو.
د يربعام مرګ
19يربعام بادشاه چې نور څۀ هم وکړل، هغۀ چې کوم جنګونه کړى وُو او چې هغۀ څنګه بادشاهى کوله نو دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. 20يربعام دوويشت کاله بادشاهى وکړه. هغه مړ شو او ښخ شو او د هغۀ زوئ ندب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د يهوداه بادشاه رحُبعام
21د سليمان زوئ رحُبعام د يو څلوېښتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ اوولس کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه، دا هغه ښار دے چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو ټولې علاقې نه خوښ کړے دے چرته چې د هغۀ عبادت کيږى. د رحُبعام مور نعمه د عمون وه. 22د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې ځکه راوپاروله چې د خپل پلار نيکۀ نه زياته نافرمانى يې وکړه. 23هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى. 24د دې هر څۀ نه بده خبره دا وه چې هلته سړى او ښځې وې چې د غېرو قومونو د عبادت په ځايونو کښې يې کنجرتوب کولو. د يهوداه خلقو هغه ټول حرام کارونه وکړل کوم چې هغه خلقو کول څوک چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې کله بنى اِسرائيليان په مُلک کښې مخ په وړاندې تلل. 25د رحُبعام د بادشاهۍ په پينځم کال د مِصر بادشاه سيساق په يروشلم حمله وکړه. 26هغۀ د مالِک خُدائ د کور او د محل ټولې خزانې يوړلې سره د سرو زرو هغه ډالونو چې سليمان جوړ کړى وُو. 27د دې په ځائ رحُبعام بادشاه د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل کوم چې د محل د دروازو څوکيداران وُو. 28هر ځل به چې بادشاه د مالِک خُدائ کور ته تلو، نو څوکيدارانو به ډالونه وړل او بيا به يې واپس د څوکيدارانو کوټې ته راوړل. 29نور هر څۀ چې رحُبعام بادشاه کړى وُو نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. 30په دې ټوله موده کښې رحُبعام او يربعام د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو. 31رحُبعام مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ مور نعمه وه. او د رحُبعام زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in