YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 13

13
ديارلسم باب
1د مالِک خُدائ په حُکم باندې د يهوداه قبيلې نه د خُدائ پاک يو سړے بيت‌ايل ته لاړو او هلته په هغه وخت ورسېدو چې يربعام نذرانې پېش کولو دپاره د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. 2د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق هغۀ قربان‌ګاه ته مخامخ چغه کړه، ”اے قربان‌ګاه، اے قربان‌ګاه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، د داؤد په خاندان کښې به يو ماشوم پېدا شى چې د هغۀ نوم به يوسياه وى. هغه به په تا باندې هغه اِمامان حلال کړى کوم چې په تا باندې نذرانې پېش کوى خو په حقيقت کښې په علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت کوى او هغه به درباندې د بنيادمو هډُوکى وسوزوى.“ 3او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربان‌ګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“ 4کله چې يربعام بادشاه دا واورېدل نو هغۀ ورته اِشاره وکړه او حُکم يې ورکړو، ”دا سړے ونيسئ.“ نو د بادشاه لاس سمدستى شل شو او واپس يې راغونډ نۀ کړے شو. 5نو قربان‌ګاه سمدستى ټوټې ټوټې شوه او ايرې په زمکه ورغورزېدې، لکه څنګه چې هغه پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم پېشګوئې کړې وه. 6يربعام بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک ته زما دپاره دُعا وکړه او هغۀ ته سوال وکړه چې زما لاس روغ کړى.“ نو پېغمبر مالِک خُدائ ته سوال وکړو او د بادشاه لاس روغ شو. 7بيا بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ راسره وخوره. تا چې څۀ کړى دى نو زۀ به د هغې اِنعام درکړم.“ 8خو د خُدائ پاک سړى ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما له ستا نيم دولت هم راکړې، نو زۀ به تا سره لاړ نۀ شم او نۀ به هلته ستا نه څۀ وخورم او نۀ وڅښم. 9مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې نۀ به څۀ خورې او نۀ څښې او چې په کومه لار راغلے يې په هغې به واپس هم نۀ ځې.“ 10خو چې په کومه لار هغه راغلے وو نو واپس په هغې لا نۀ ړو او په بله لار لاړو.
د بيت‌ايل بوډا پېغمبر
11په هغه وخت کښې يو بوډا پېغمبر چې په بيت‌ايل کښې اوسېدو، د هغۀ زامن راغلل او هغۀ ته يې هغه څۀ ووئيل چې د يهوداه پېغمبر په هغه ورځ په بيت‌ايل کښې څۀ کړى وُو او څۀ يې يربعام بادشاه ته فرمائيلى وُو. 12هغه بوډا پېغمبر د هغوئ نه تپوس وکړو، ”کله چې هغه تلو نو په کومه لاره لاړو؟“ نو هغوئ ورته هغه سړک وښودلو 13او هغۀ هغوئ ته ووئيل چې زما دپاره خپل خر کته کړئ. نو هغوئ ورله خر کته کړو او هغه ورباندې سور شو. 14د يهوداه په پېغمبر پسې په هغه سړک روان وو او هغه يې وموندو چې د څېړۍ د ونې لاندې ناست وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د يهوداه پېغمبر يې څۀ؟“ هغه سړى جواب ورکړو، ”آو، زۀ يم.“ 15نو بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ وخوره.“ 16خو د يهوداه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”زۀ تا سره واپس نۀ شم تلے او نۀ په دې ځائ کښې تا سره روټۍ خوړے شم او نۀ اوبۀ څښلے شم، 17د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې تۀ به هلته نۀ روټۍ خورې او نۀ به اوبۀ څښې او چې په کومه لاره تلے يې، نو په هغې به واپس نۀ راځې.“ 18نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل. 19نو د يهوداه پېغمبر د هغه بوډا پېغمبر سره کور ته لاړو او د هغۀ سره يې روټۍ وخوړه او اوبۀ يې ورسره وڅښلې. 20چې کله هغوئ په دسترخوان ناست وُو، نو په هغه بوډا پېغمبر باندې د مالِک خُدائ کلام نازل شو، 21او هغۀ د يهوداه پېغمبر ته چغه کړه، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده او چې هغۀ څۀ حُکم درکړے وو هغه شان دې ونۀ کړل. 22خو تۀ واپس راغلې او په هغه ځائ کښې دې روټۍ وخوړه او اوبۀ دې وڅښلې چې هغۀ تا ته فرمائيلى وُو چې هلته به خوراک څښاک نۀ کوې. نو په دې وجه تۀ به د پلار نيکۀ په اديره کښې نۀ شې ښخولے.“ 23کله چې هغوئ خوراک ختم کړو، نو هغه بوډا پېغمبر د يهوداه پېغمبر دپاره خر کته کړو، 24هغه روان شو. په لار کښې يو زمرے ورباندې راغلو او هغه يې ووژلو. د هغۀ لاش په سړک پروت وو او خر او زمرے ورسره ولاړ وُو. 25څۀ سړى هلته تېرېدل او په سړک باندې يې لاش وليدو چې زمرے ورسره نزدې ولاړ وو. هغوئ بيت‌ايل ته لاړل او چې څۀ يې ليدلى وُو په هغې باندې يې خلق خبر کړل. 26کله چې بوډا پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه پېغمبر دے چې د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې ده. نو دا ځکه مالِک خُدائ زمرے ورولېږلو چې حمله پرې وکړى او مړ يې کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.“ 27بيا هغۀ خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”زما دپاره زما خر کته کړئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل، 28او هغه روان شو او د هغه پېغمبر لاش يې وليدو چې په سړک پروت وو، چې خر او زمرے تر اوسه پورې ورسره ولاړ وُو، ازمرى نۀ لاش خوړلے وو او نۀ يې په خر حمله کړې وه. 29هغه بوډا پېغمبر لاش راواخستو، په خرۀ يې کېښودو او واپس يې بيت‌ايل ته راوړو چې په دې باندې غم وکړى او ښخ يې کړى. 30هغه يې د خپل خاندان په قبر کښې ښخ کړو او هغه او د هغۀ زامنو په هغۀ باندې غمژن وُو او وئيل يې چې، ”اے زما وروره ډېر افسوس دے.“ 31چې هغه يې ښخ کړو نو پېغمبر خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”کله چې زۀ مړ شم، نو ما په هغه قبر کښې ښخ کړئ چې په کوم کښې د خُدائ پاک نبى ښخ دے، او زما لاش د هغۀ د هډوکو په خوا کښې کېږدئ. 32نو هغۀ چې د مالِک خُدائ په حُکم کومې خبرې په بيت‌ايل کښې د قربان‌ګاه خِلاف او د سامريه په ښارونو کښې د علاقائى عبادتخانې خِلاف کولې نو هغه به خامخا رښتيا شى.“
د يربعام کبيره ګناه
33خو د اِسرائيل بادشاه يربعام بيا هم د خپلو بدو عملونو نه نۀ اوړېدو او د هر قِسم خلقو اِمامان يې خوښول، چې په هغه علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت وکړى چې کومې هغۀ جوړې کړې وې. چې چا هم اِمام جوړېدل غوښتل نو هغه به يې اِمام مقررولو. 34د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in