12
دولسم باب
د شمالى قبيلو بغاوت
1بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى. 2کله چې د نباط زوئ يربعام د دې نه خبر شو چې څوک د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، هغه د مِصر نه راواپس شو. 3د شمالى قبيلو خلقو يربعام راوغوښتو او بيا هغه ټول ورسره رحُبعام له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، 4”ستا پلار سليمان په مونږ باندې درانۀ بوجونه کېښودل. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق يُو.“ 5هغۀ ورته ووئيل، ”درې ورځې پس راشئ نو زۀ به تاسو له جواب درکړم.“ نو هغوئ لاړل. 6رحُبعام بادشاه د هغه سپينږيرو مشرانو سره مشوره وکړه کوم چې د هغۀ د پلار سليمان مشوره ورکوونکى وُو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“ 7هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ نن د دې خلقو خِدمتګار جوړ شې او د هغوئ خِدمت وکړې او خوږې خبرې ورسره وکړې، نو هغوئ به تل ستا خِدمت کوونکى وى.“ 8خو هغۀ د مشرانو نصيحت رد کړو او هغه زلمو له لاړو کوم چې د هغۀ سره لوئ شوى وُو او اوس د هغۀ مشوره ورکوونکى وُو. 9هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې څۀ وکړُو. مونږ هغه خلقو ته څۀ ووايو چې ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم چې زما پلار ورباندې اېښى دى؟“ 10نو زلمو ورته ووئيل، ”څوک چې آسان ژوند غواړى نو هغوئ ته ووايه چې، زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه غټه ده. 11هغوئ ته ووايه چې، زما پلار په تاسو درانۀ بوجونه اچولى دى، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو سم کړم.“ 12درې ورځې وروستو يربعام او ټول خلق رحُبعام بادشاه ته راواپس شول، لکه څنګه چې دې بادشاه ورته وئيلى وُو. 13بادشاه د مشرانو سړو مشوره رد کړه او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې، 14هم هغه شان څنګه چې زلمو ورته وئيلى وُو. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اچولى وُو، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو باندې وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو باندې سموم.“ 15نو بادشاه خلقو ته غوږ ونۀ نيولو، دا هر څۀ ځکه بدل شول چې دا مالِک خُدائ ته منظوره وه چې هغه خبره پوره کړى چې مالِک خُدائ د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه د نباط زوئ يربعام ته کړې وه. 16کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل. 17خو رحُبعام په هغه بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوله کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل. 18بيا رحُبعام بادشاه ادورام ولېږلو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، چې هغه اِسرائيل له لاړ شى، خو هغوئ هغه سنګسار کړو. رحُبعام په تېزۍ سره په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو. 19نو هم د هغه وخت نه د اِسرائيل خلق د داؤد د شاهى خاندان خِلاف بغاوت کوى. 20کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.
د سمعياه پېشګوئې
21کله چې رحُبعام يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين قبيلې نه يو لاک اتيا زره ښۀ فوجيان راغونډ کړل. هغۀ دا اراده وکړه چې د جنګ دپاره لاړ شى چې د اِسرائيل شمالى قبيلې په خپل قابو کښې بيا راولى. 22خو خُدائ پاک سمعياه پېغمبر ته وفرمائيل 23چې هغه رحُبعام او د يهوداه او د بنيامين ټولو خلقو ته دا پېغام ورسوى، 24”په خپلو وروڼو يعنې اِسرائيل باندې حمله مۀ کوئ. ټول کور ته لاړ شئ ځکه چې څۀ وشول نو هغه ما کړى دى.“ هغوئ ټولو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او واپس کورونو ته لاړل.
د يربعام د مالِک خُدائ نه اوړېدل
25د اِسرائيل بادشاه يربعام د اِفرائيم غرونو په مُلک شِکم کښې د پَخو دېوالونو ښار جوړ کړو. بيا هغه لاړو او د فنواېل ښار دپاره يې پاخۀ دېوالونه جوړ کړل. 26-27هغۀ د خپل ځان سره ووئيل، ”اوس خبره داسې ده، کۀ زما خلق يروشلم ته لاړ شى او هلته د مالِک خُدائ په کور کښې نذرانې پېش کړى نو هغوئ به خپله وفادارى د يهوداه بادشاه رحُبعام ته بدله کړى او ما به ووژنى.“ 28د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“ 29هغۀ د سرو زرو يو سخے په بيتايل کښې او بل په دان کښې کېښودو. 30نو داسې خلقو ګناه وکړه، ځکه چې هغوئ د عبادت دپاره بيتايل او دان ته لاړل. 31او يربعام په علاقو کښې د عبادت ځايونه هم جوړ کړل او د هغه کورونو نه يې اِمامان خوښ کړل کوم چې د ليوى قبيلې نه نۀ وُو.
په بيتايل کښې د عبادت حُکم ورکول
32يربعام د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ په يهوداه کښې د اختر په شان يو مذهبى اختر هم مقرر کړو. د سرو زرو کوم سخى يې چې جوړ کړى وُو نو په بيتايل کښې يې په قربانګاه باندې هغې ته نذرانې پېش کړې او هغۀ هلته په بيتايل کښې د عبادت په هغه ځايونو کښې د خِدمت دپاره اِمامان کښېنول کومې علاقائى عبادتخانې چې هغۀ جوړې کړې وې. 33او د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ کومه ورځ چې هغۀ په خپله مقرره کړې وه، نو هغه بيتايل ته لاړو او هغۀ چې د اِسرائيليانو دپاره کوم اختر مقرر کړے وو د هغې د مناوولو دپاره هغۀ په قربانګاه باندې يوه نذرانه پېش کړه.