YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 12

12
دولسم باب
روحانى نعمتونه
1نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ نۀ غواړم چې تاسو د روحانى نعمتونو په باب کښې ناخبره پاتې شئ. 2تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ. 3نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے. 4نو د نعمتونو خو مختلف قِسمونه دى خو روح يو دے. 5او د خدمتونو هم مختلف قِسمونه دى خو مالِک هم هغه يو دے. 6خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى. 7خو په مونږ کښې د روحُ القُدس د نعمتونو اثر د ټولو خلقو د فائدې دپاره دے. 8نو يو ته د روح په وسيله د حِکمت کلام ورکړے شى او بل ته د هم هغه روح په وسيله د علميت کلام، 9چا ته هم د هغه روح په وسيله ايمان او چا ته هم د هغه روح په وسيله د شفا ورکولو قدرت، 10چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول. 11خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.
د يو بدن مختلف اندامونه
12ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے. 13دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېر‌يهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے. 14حقيقت کښې بدن د يو اندام نه نۀ وى جوړ بلکې د ډېرو نه جوړ وى. 15کۀ چرې پښه ووائى چې زۀ لاس نۀ يم، او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى. 16او کۀ غوږ ووائى چې زۀ سترګه نۀ يم او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى. 17کۀ چرې ټول بدن سترګه وے نو اورېدل به چرته وُو؟ او کۀ چرې ټول بدن غوږونه وے نو بويول به چرته وُو؟ 18خو خُدائ پاک په بدن کښې هر يو اندام د خپلې مرضۍ په مطابق جوړ کړے دے. 19کۀ دا ټول يو اندام وے نو بيا بدن به چرته وو؟ 20نو اوس اندامونه ډېر دى خو بدن يو دے. 21نۀ سترګه لاس ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته، او نۀ سر پښو ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته. 22بلکې حقيقت کښې چې د بدن هغه اندامونه چې د نورو نه کمزورى ښکارى، هم هغه ډېر لازمى دى. 23او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو. 24حالانکه زمونږ د احترام لائق اندامونو ته د داسې احترام ضرورت نشته. خو خُدائ پاک بدن داسې جوړ کړے دے چې هغه بې‌قدره اندامونو ته يې زيات عزت ورکړے دے، 25د دې دپاره چې په بدن کښې بې‌اتفاقى پېدا نۀ شى بلکې اندامونه د يو بل برابر خيال وساتى. 26کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى. 27نو اوس تاسو ټول په شريکه د مسيح بدن يئ او تاسو ټول د يو بدن اندامونه يئ. 28او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى. 29ولې ټول رسولان يُو څۀ؟ ولې ټول نبيان يُو څۀ؟ ولې ټول اُستاذان يُو څۀ؟ ولې ټول معجزې ښوونکى يُو څۀ؟ 30ولې ټولو ته د شفا ورکولو نعمت ورکړے شوے دے څۀ؟ ولې ټول نورې ژبې وايو څۀ؟ ولې ټول تشريح کوونکى يُو څۀ؟ 31خو تاسو د لويو نعمتونو حاصلولو دپاره خپل محنت جارى ساتئ. زۀ به اوس تاسو ته د ټولو نه يوه افضله طريقه دروښايم.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in