11
يوولسم باب
1تاسو زما په نقش قدم شئ لکه څنګه چې زۀ د مسيح په نقش قدم روان يم.
په عبادت کښې سر پټول
2زۀ ستاسو تعريف کوم ځکه چې تاسو په هره خبره کښې ما يادوئ، او څنګه چې ما تاسو ته روايتونه در وسپارل تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ. 3خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے. 4کوم سړے چې په پټ سر دُعا يا نبوت کوى هغه د مسيح بېعزتى کوى څوک چې د هغۀ سر دے. 5خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بېعزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده. 6ځکه کۀ يوه ښځه لوپټه نۀ په سره وى نو هغه دې وېښتۀ هم کټ کړى. خو کۀ د ښځې دپاره وېښتۀ کټ کول او سر خرئيل د شرم خبره وى نو لوپټه دې په سره وى. 7نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده. 8ځکه چې سړے د ښځې نه نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده. 9سړے د ښځې د خاطره نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى د خاطره پېدا شوې ده. 10نو د فرښتو د ليدو په سبب ښځې له په کار دى چې په خپل سر د اختيار نښه کېږدى. 11خو په مالِک کښې ښځه د سړى نه غېر آزاده نۀ ده او يا سړے د ښځې نه غېر آزاد نۀ دے. 12ځکه څنګه چې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده نو سړے هم د ښځې په وسيله پېدا شوے دے، خو ټول څيزونه د خُدائ پاک د طرفه دى. 13تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې ښځې ته مناسب دى چې په سر توره خُدائ پاک ته دُعا وکړى؟ 14ولې فطرت تاسو ته دا نۀ ښائى چې کۀ د سړى اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغۀ بېعزتى ده؟ 15خو کۀ د ښځې اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغې ښُکلا ده، ځکه چې وېښتۀ هغې ته د پردې دپاره ورکړے شوى دى. 16خو کۀ څوک په دې خبره بحث کوى نو نۀ دا زمونږ او نۀ د خُدائ پاک د جماعتونو دستور دے.
په غلطه طريقه عشاء ربانى کول
17خو اوس په دې هداياتو کښې زۀ ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چې ستاسو رايوځائ کېدل د فائدې نه بلکې د نقصان باعث جوړيږى. 18د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم. 19ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى. 20نو کله چې تاسو راجمع کېږئ نو دا په حقيقت کښې تاسو د عشاء ربانۍ خوړلو دپاره نۀ راجمع کېږئ. 21ځکه چې کله د خوراک وخت راشى نو تاسو هر يو خپل خوراک کوئ، او څوک په کښې نهر او څوک نشه پاتې شى. 22نو ولې د خوراک څښاک دپاره ستاسو خپل کورونه نشته څۀ؟ يا ولې تاسو د خُدائ پاک جماعت سپکوئ او هغوئ شرموئ چې چا سره څۀ نشته؟ زۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ ولې زۀ ستاسو تعريف وکړم؟ په دې عمل زۀ ستاسو تعريف نۀ کوم. 23ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته، 24او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ 25هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“ 26نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى. 27نو په دې وجه چې څوک په نامناسبه طريقې سره د مالِک روټۍ خورى يا د هغۀ د پيالۍ نه څښى، نو هغه به د مالِک د بدن او د وينې قصوروار وى. 28د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى. 29نو ځکه چې څوک په خوراک څښاک کښې د مالِک د بدن خيال ونۀ ساتى، نو هغه به په هغه خوړلو څښلو سزا بيا مومى. 30نو په دې وجه په تاسو کښې ډېر کمزورى او بيماران دى او ځينې مړۀ شوى دى. 31خو کۀ چرې مونږ خپله خپل ځان وآزمايو نو مونږ به د هغۀ د عدالت نه بچ شُو. 32خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو. 33نو زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو د عشاء ربانۍ دپاره راجمع شئ نو د يو بل اِنتظار کوئ. 34کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.