19
نولسم باب
1بيا پيلاطوس عيسىٰ بوتلو او په کوړو يې ووهلو. 2او سپاهيانو د ازغو تاج جوړ کړو او هغۀ ته يې په سر کړو او هغۀ ته يې کاسنى چُوغه ورواغوسته. 3هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله. 4يو ځل بيا پيلاطوس بهر راوتو او يهوديانو ته يې ووئيل چې، ”وګورئ زۀ هغه تاسو له بهر راولم چې تاسو خبر شئ چې ما د هغۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“ 5نو عيسىٰ بهر راغلو د ازغو تاج يې په سر وو او کاسنى چُوغه يې اغوستې وه. پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”وګورئ، دا هغه سړے دے.“ 6کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“ 7يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“ 8کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو هغه نور زيات يرې واخستلو. 9هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو. 10نو پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما سره خبرې نۀ کوې څۀ؟ تا ته دا معلومه نۀ ده چې ما سره دا اختيار شته چې تا آزاد کړم او دا اختيار هم راسره شته چې تا په سولۍ کړم؟“ 11عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“ 12د هغه ساعت نه پس پيلاطوس ډېر کوشش کولو چې هغه آزاد کړى خو يهوديانو چغې وهلې، ”کۀ تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ د رومى قيصر خير خواه نۀ يې. هر څوک چې د بادشاه کېدو دعوىٰ کوى هغه د رومى قيصر مخالفت کوى.“ 13کله چې پيلاطوس دا خبرې واورېدلې نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو او د عدالت په کُرسۍ هغه ځائ کښېناستو چې دونکاچه ورته وائى يا په آرامى ژبه کښې ورته ګبتا وائى. 14د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“ 15هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“ 16بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو.
د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول
17او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى. 18هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم، يو ښى لاس ته او بل ګس لاس ته، او عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې وو. 19پيلاطوس په سولۍ د يوې تختې لګولو حکم ورکړو چې پرې دا ليک وو، ”عيسىٰ ناصرى د يهوديانو بادشاه.“ 20ډېرو يهوديانو دا تختۍ ولوستله ځکه چې هغه ځائ چې چرته عيسىٰ په سولۍ کړے شو هغه ښار ته نزدې وو، او هغه تختۍ په آرامى، لاطينى او يونانى ژبه کښې ليکلے شوې وه. 21بيا د يهوديانو مشرانو اِمامانو پيلاطوس ته ووئيل، ”دا مۀ ليکئ چې د يهوديانو بادشاه، بلکې داسې وليکئ چې، دۀ وئيلى وُو چې زۀ په خپله د يهوديانو بادشاه يم.“ 22پيلاطوس جواب ورکړو، ”نه، د کومو ليکلو چې ما حکم ورکړے دے هغه ټيک دے.“ 23کله چې سپاهيانو عيسىٰ په سولۍ کړو، هغوئ د هغۀ جامې راواخستې او په څلورو برخو يې تقسيم کړې، د هر يو سپاهى دپاره يوه برخه، او چُوغه يې روغه پرېښوده. ځکه چُوغه لا ګنډلے شوې نۀ وه او د سر نه تر ښکته پورې ټوله د يوې ټوټې وه. 24نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل. 25خو د عيسىٰ د سولۍ سره نزدې د هغۀ مور او ترور او د کلوپاس ښځه مريم او مريم مګدلينى ولاړې وې. 26کله چې عيسىٰ خپله مور د خپل خوږ مريد سره په خوا کښې ولاړه وليده عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مورې، دا ستا زوئ دے.“ 27هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.
د حضرت عيسىٰ مرګ
28د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه. 29هلته يو لوښے د تروې سرکې نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسفنج په کښې لوند کړو او د ويلنې په څانګه يې کېښودو او دا يې د عيسىٰ شونډو ته ورورسولو. 30کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.
د حضرت عيسىٰ پوښتۍ په نېزه وهل
31اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى. 32نو سپاهيان راغلل او د اولنى سړى پښې يې ماتې کړې او بيا يې د هغه بل سړى پښې ماتې کړې چې عيسىٰ سره په سولۍ شوى وُو. 33خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې. 34خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې. 35هغه سړى چې دا وکتل هغۀ ګواهى ورکړه او د هغۀ ګواهى رښتيا ده. هغه رښتيا خبرې کوى د دې دپاره چې تاسو هم ايمان راوړئ. 36دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“ 37او بيا په يو بل آيت کښې راغلى دى چې، ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چې په نېزه يې سورے کړو.“
د حضرت عيسىٰ ښخېدل
38د هغې نه پس يوسف چې د ارمتيه وو د پيلاطوس نه د عيسىٰ د مړى وړلو خواست وکړو. يوسف د عيسىٰ مريد وو خو په پټه ځکه چې هغه د يهوديانو نه يرېدو. د پيلاطوس په اجازت سره هغه راغلو او د هغۀ مړے يې يوړو. 39د هغۀ سره نيکوديموس نومې سړے هم ملګرے شو څوک چې عيسىٰ له د شپې ورغلے وو، او نيکوديموس تقريباً د پنځوس سېره د مُر چيړ سره د عُودو ګډ کړى راوړل. 40هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو. 41په کوم ځائ کښې چې عيسىٰ په سولۍ کړے شوے وو هلته کښې يو باغ وو او په باغ کښې دننه يو نوے قبر وو چې د دې نه وړاندې په کښې لا څوک ښخ شوى نۀ وُو. 42ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.