1
يوحنا 30:19
Pakistani Yousafzai Pashto
کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.
قارن
اكتشف يوحنا 19:30
2
يوحنا 28:19
د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.
اكتشف يوحنا 19:28
3
يوحنا 26:19-27
کله چې عيسىٰ خپله مور د خپل خوږ مريد سره په خوا کښې ولاړه وليده عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مورې، دا ستا زوئ دے.“ هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.
اكتشف يوحنا 19:26-27
4
يوحنا 33:19-34
خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې. خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.
اكتشف يوحنا 19:33-34
5
يوحنا 36:19-37
دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“ او بيا په يو بل آيت کښې راغلى دى چې، ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چې په نېزه يې سورے کړو.“
اكتشف يوحنا 19:36-37
6
يوحنا 17:19
او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.
اكتشف يوحنا 19:17
7
يوحنا 2:19
او سپاهيانو د ازغو تاج جوړ کړو او هغۀ ته يې په سر کړو او هغۀ ته يې کاسنى چُوغه ورواغوسته.
اكتشف يوحنا 19:2
الصفحة الرئيسية
الكتاب المقدس
خطط
فيديو