پېدايښت 41

41
يو څلوېښتم باب
د حضرت يوسف د فِرعون د خوبونو تعبير کول
1پوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو، 2چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. 3اووۀ نورې غواګانې هم راوختلې، دا کمزورې او نرۍ وې. دا راغلې او د درياب په غاړه د نورو غواګانو سره ودرېدلې، 4هغه مانده او کمزورو غواګانو، ښائسته او څربې غواګانې وخوړلې. بيا فِرعون راويښ شو. 5هغه بيا اودۀ شو او يو بل خوب يې وليدو. هغۀ د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى وليدل، چې په يو ډنډر باندې شوى وُو. 6بيا هغۀ يو بل ډنډر وليدو چې په دې باندې اووۀ نور وَږى شوى وُو چې نرى وُو او ګرمې هوا اوچ کړى وُو، 7او د غلې هغه کمزورو وږو هغه ډک او پاخۀ وَږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو او پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو. 8سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے. 9بيا ساقى فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، نن زۀ دا خبره څرګندوم چې زما نه غلطى شوې ده. 10يو ځل چې فِرعون خپلو خِدمتګارانو ته غصه شو نو زۀ او مشر نانبائى يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې په قېدخانه کښې قېد کړُو. 11يوه شپه مونږ دواړو يو يو خوب وليدو او د هغه خوبونو بېل بېل مطلبونه وُو. 12يو ځوان عبرانے هلته مونږ سره وو چې هغه د څوکيدارانو د مشر خِدمتګار وو. مونږ هغۀ ته خپل خوبونه ووئيل او هغۀ مونږ ته د دې تعبيرونه وښودل. 13چې څنګه هغۀ فرمائيلى وُو هم هغه شان وشول. تا زۀ بيا په خپل ځائ کښېنولم، خو نانبائى دې راځوړند کړو.“ 14فِرعون يوسف راوغوښتو او هغه فوراً د قېدخانې نه راوستے شو. چې هغۀ د سر او ږيرې وېښتۀ کل کړل او جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو. 15فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے او هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبونو پوهېږې او تعبير يې ښودلے شې.“ 16يوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه، زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک به تا ته ښۀ تعبير درکړى.“ 17فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما خوب وليدلو چې زۀ د نيل درياب په غاړه ولاړ وم، 18چې کله اووۀ ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. 19بيا اووۀ نورې غواګانې راوختلې چې نرۍ او کمزورې وې. ما په مِصر کښې دومره ډېرې بې‌کاره غواګانې چرته هم نۀ دى ليدلې. 20بيا دې کمزورو غواګانو هغه څربې غواګانې وخوړلې، 21خو هيچا به داسې نۀ وے وئيلى چې هغه يې خوړلې دى، ځکه چې هم هغه شان کمزورې معلومېدې لکه چې څنګه مخکښې وې. بيا زۀ راويښ شوم. 22ما دا خوب هم وليدو چې په يو ډنډر باندې د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى راشوى وُو، 23بيا د غلې اووۀ نور وَږى وشول، چې دا نرى او د صحرا هوا سوزولى وُو، 24او د غلې اووۀ نرو وږو هغه ډک وَږى تېر کړل. ما دا خوبونه نجوميانو ته ووئيل، خو هيچا ما ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.“ 25يوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، د دې دواړو خوبونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى. 26دا اووۀ څربې غواګانې اووۀ کالونه دى او دا د غلې اووۀ ډک وَږى هم اووۀ کالونه دى، د دې دواړو هم يو مطلب دے. 27هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کومې وروستو راوختلې او هغه اووۀ د غلې نرى وَږى کوم چې ګرمې هوا اوچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى. 28لکه څنګه چې ما تا ته ووئيل، خُدائ پاک تا ته ښودلى دى چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى. 29اووۀ کاله به د ټول مِصر په مُلک کښې ښۀ ډېر پېداوار کيږى. 30د هغې نه پس به اووۀ کاله د قحط وى او هغه ټول آباد کالونه به مو هېر شى، ځکه چې قحط به مُلک تباه کړى. 31آباد وخت به مو بېخى هېر شى، ځکه چې ورپسې کوم قحط راځى هغه به ډېر سخت وى. 32ستا د دوه ځل خوبونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده او زر به خُدائ پاک داسې وکړى. 33اوس تاسو يو هوښيار او ښۀ پوهه سړے ولټوئ او هغه د مِصر د مُلک مشر مقرر کړئ. 34تاسو له نور آفسران هم مقررول په کار دى او د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلونو پينځمه حِصه اخلئ. 35نو هغوئ له حُکم ورکړئ چې په راروان ښۀ کلونه کښې د خوراک ټول څيزونه راغونډ کړى او هغوئ له اختيار ورکړئ چې په ښارونو کښې غله جمع کړى او د هغې حِفاظت وکړى. 36هغه خوراک به د دې مُلک دپاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو دپاره کوم چې د مِصر په مُلک راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“
د حضرت يوسف مشر مقررېدل
37د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله، 38او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“ 39فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته دا هر څۀ ښودلى دى، نو دا ښکاره خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار او ښۀ عقلمند کس بل نشته. 40زۀ به تا د خپل مُلک مشر جوړ کړم او زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دوېم اختيارمند سړے يې. 41زۀ اوس تا په ټول مِصر مشر مقرروم.“ 42فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو. 43هغۀ له يې د ګرځېدو دپاره هغه دوېمه د آسونو شاهى ګاډۍ ورکړه او عزت ورکوونکى فوجيان د هغۀ نه مخکښې روان وُو او چغې يې وهلې چې، ”لار پرېږدئ. مشر راروان دے.“ نو يوسف په ټول مِصر مشر مقرر شو. 44بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”زۀ فِرعون يم. او ستا د اجازت نه بغېر به په ټول مِصر کښې هيڅ څوک هم لاس پښه نۀ شى خوځولے.“ 45‏-46په هغۀ يې د مِصريانو نوم صافنت فعينح کېښودو او هغۀ ته يې يوه ښځه اسنت په نِکاح کړه، چې هغه د اُون د يو اِمام فوطيفرع لور وه. يوسف د دېرشو کالو وو چې هغۀ د مِصر د فِرعون خِدمت کول شروع کړل. هغه د فِرعون د دربار نه لاړو او د مِصر ټول مُلک يې وکتلو. 47د آبادۍ په هغو اووۀ کالونو کښې هغه مُلک ډېره زياته غله وکړه، 48هغه هر څۀ يوسف راغونډ کړل او په ښارونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېرچاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو. 49دا غله دومره زياته وه چې يوسف يې تلل پرېښودل. دا د سمندر په غاړه د شګو په شان ډېره وه. 50د قحط د کالونو نه مخکښې د يوسف د اسنت نه دوه زامن پېدا شول. 51هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټول خاندان زما نه هېر کړے دے.“ نو يوسف په خپل مشر زوئ منسى نوم کېښودو. 52هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو. 53د مِصر د مُلک د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول، 54او د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يوسف فرمائيلى وُو. په نورو ټولو مُلکونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول مُلک کښې خوراک وو. 55چې کله مِصريان ډېر زيات اوږى شول، دوئ فِرعون ته د خوراک دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”يوسف له لاړ شئ او هم هغسې وکړئ چې څنګه هغه تاسو ته وائى.“ 56قحط سخت شو او په ټول مُلک کښې خور شو، نو يوسف ټول ګودامونه کولاو کړل او په مِصريانو به يې غله خرڅوله. 57د يوسف نه غله اخستلو دپاره د ټولې دُنيا نه خلق مِصر ته راتلل، ځکه چې قحط په هر ځائ کښې ډېر سخت وو.

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 41: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in