پېدايښت 35

35
پينځۀ دېرشم باب
د حضرت يعقوب واپس بيت‌ايل ته راتلل
1څۀ موده وروستو خُدائ پاک يعقوب ته ووئيل، ”پاڅه او سمدستى بيت‌ايل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. هلته ما ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. زۀ هغه خُدائ پاک يم چې تا ته راڅرګند شوے وم چې کله تۀ د خپل ورور عِيسو نه تښتېدلې.“ 2نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ. 3مونږ به د دې ځائ نه بيت‌ايل ته ځُو، هلته به زۀ خُدائ پاک ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړم چا چې په تکليف کښې زما سوال اورېدلے دے او چې زۀ چرته هم تلے يم نو هغه زما مل وو.“ 4نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل. 5چې کله يعقوب او د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېرچاپېره ښارونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول. 6يعقوب د خپلو ټولو خلقو سره لوز ته راغلو، کوم چې د کنعان په مُلک کښې په بيت‌ايل مشهور دے. 7هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغه ځائ يې ”د بيت‌ايل خُدائ پاک“ نوم کېښودو، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته هلته راڅرګند شوے وو کله چې هغه د خپل ورور نه تښتېدلو. 8د رِبقه خِدمتګاره دبوره مړه شوه او بيت‌ايل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نوم ”د ژړا څېړۍ“ شو. 9چې کله يعقوب د مسوپتاميه نه راواپس شو، خُدائ پاک يعقوب ته بيا راڅرګند شو او هغۀ له يې برکت ورکړو. 10خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا نوم يعقوب دے، خو د نن نه پس ستا نوم اِسرائيل شو.“ نو د هغۀ نوم يې اِسرائيل کېښودو. 11او خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومونه به ستا د اولاد نه جوړيږى او ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړيږى. 12زۀ به هغه مُلک تا له درکړم کوم چې ما اِبراهيم او اِسحاق له ورکړے وو او ستا نه پس به دا مُلک ستا اولاد له هم ورکوم.“ 13بيا خُدائ پاک د هغۀ نه لاړو. 14چرته چې خُدائ پاک د هغۀ سره خبرې کړې وې، نو يعقوب يو يادګارى کاڼے ودرولو او وقف يې کړو، مے او تېل يې پرې واچول. 15هغۀ په هغه ځائ بيت‌ايل نوم کېښودو.
د راحيل مرګ
16بيا يعقوب او د هغۀ خاندان د بيت‌ايل نه کډه وکړه او چې کله دوئ د اِفرات نه لږ غوندې لرې وُو، د راحيل د ماشوم د پېدا کېدو وخت راغلو او هغه په سخت درد کښې وه. 17چې کله هغه د لنګون په دردونو کښې وه د هغې ماشوم پېدا شو، دايڼې هغې ته ووئيل، ”راحيل، يرېږه مه، اوس ستا بل زوئ هم شته.“ 18هغه مړه کېدله او د هغې ساه په وتلو وه، نو هغې په خپل زوئ بِن‌اَونى نوم کېښودو، خو يعقوب پرې بنيامين نوم کېښودو. 19چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيت‌لحم په نوم ياديږى. 20يعقوب هلته يو يادګارى کاڼے ودرولو او دا تر نن ورځې پورې د راحيل د قبر نښه ده. 21يعقوب بيا کډه يوړه او د عدر د څوکيدارۍ د برج بل طرف ته يې خېمه ولګوله.
د حضرت يعقوب زامن
22چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو. 23دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون. 24د راحيل زامن يوسف او بنيامين وُو. 25د راحيل د وينځې بِلهاه زامن، دان او نفتالى وُو. 26د لِياه د وينځې زِلفه زامن جاد او آشر وُو. دا د يعقوب زامن دى چې په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو.
د حضرت اِسحاق وفات کېدل
27يعقوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دے چرته چې اِبراهيم او اِسحاق اوسېدلى وُو. 28د اِسحاق ټول عُمر يو سل اتيا کاله وو 29او اِسحاق ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې وفات شو او هغه خپلو زامنو عِيسو او يعقوب ښخ کړو.

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 35: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in