1
پېدايښت 5:37
Pakistani Yousafzai Pashto
يو ځل يوسف خوب وليدو نو چې هغۀ خپل وروڼه د دې نه خبر کړل، نو د هغوئ کينه د يوسف سره نوره هم زياته شوه.
موازنہ
تلاش پېدايښت 37:5
2
پېدايښت 3:37
يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه.
تلاش پېدايښت 37:3
3
پېدايښت 4:37
چې کله د هغۀ وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار د يوسف سره د هغوئ نه زياته مينه کوى، نو په هغوئ باندې هغه دومره بد لګېدو چې هغوئ به د هغۀ سره په سمه خولۀ خبرې هم نۀ کولې.
تلاش پېدايښت 37:4
4
پېدايښت 9:37
بيا يوسف يو بل خوب وليدو او خپلو وروڼو ته يې ووئيل، ”ما يو بل خوب ليدلے دے، چې په هغې کښې ما نمر او سپوږمۍ وليدل او يوولس ستورى هم چې ما ته ټيټېدل.“
تلاش پېدايښت 37:9
5
پېدايښت 11:37
يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.
تلاش پېدايښت 37:11
6
پېدايښت 6:37-7
هغۀ ووئيل، ”ما چې کوم خوب ليدلے دے هغه واورئ. مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“
تلاش پېدايښت 37:6-7
7
پېدايښت 20:37
نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“
تلاش پېدايښت 37:20
8
پېدايښت 28:37
او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو.
تلاش پېدايښت 37:28
9
پېدايښت 19:37
هغوئ يو بل ته ووئيل، ”ګورئ، د خوبونو اُستاذ راروان دے.
تلاش پېدايښت 37:19
10
پېدايښت 18:37
هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه.
تلاش پېدايښت 37:18
11
پېدايښت 22:37
هغۀ ووئيل، ”هغه په دې صحرا کښې دې کوهى ته وغورزوئ، خو د هغۀ وينه مۀ تويَوئ.“ هغۀ دا خبره د دې دپاره وکړه، چې د دوئ نه يې بچ کړى او هغه واپس خپل پلار له ولېږى.
تلاش پېدايښت 37:22
صفحہ اول
بائبل
مطالعاتی منصوبہ
Videos