YouVersion logotips
Meklēt ikonu

لوقا 6

6
شپږم باب
د سبت په ورځ وَږى شوکول
1نو يو ځل د سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو او د هغۀ مريدانو وَږى شوکول، هغه يې په لاسونو کښې مږل او خوړل يې. 2ځينو فريسيانو دا ووئيل چې، ”تاسو هغه کار ولې کوئ کوم چې د سبت په ورځ ناروا وى؟“ 3عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى وُو نو هغوئ څۀ وکړل؟ 4هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې راواخسته او وې خوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو له هم ورکړه.“ 5بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“
د يو وُچ لاسى سړى روغول
6د يو بل سبت په ورځ عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او تعليم يې ورکولو. هلته په ګڼه کښې يو سړے وو چې ښے لاس يې اوچ شوے وو. 7او د شرعې عالمانو او فريسيانو دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ دے روغ کړى او کۀ نه؟ د دې دپاره چې په هغۀ باندې د هغۀ خلاف څۀ اِلزام ولګوى. 8خو هغه پوهېدو چې د دوئ په زړونو کښې څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چې لاس يې وُچ وو، وفرمائيل چې، ”پاڅه او دلته ودرېږه.“ نو هغه پاڅېدو او هلته ودرېدلو. 9عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“ 10هغۀ ټولو ته ګېرچاپېره وکتل او بيا يې هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ نو هغۀ داسې وکړل او د هغۀ لاس روغ جوړ شو. 11خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“
د دولسو رسولانو غوره کول
12هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله. 13چې سحر شو نو هغۀ خپل مريدان راوبلل او د هغوئ نه يې دولس کسان خوښ کړل او هغوئ يې رسولان وبلل: 14شمعون په چا چې هغۀ پطروس نوم کېښودو، او د هغۀ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس، برتلماۍ، 15متى، توما، د حلفئ زوئ يعقوب، او شمعون چې ورته ننګيالے هم وئيلے شى، 16او د يعقوب زوئ يهوداه، او يهوداه اِسکريوتى چا چې وروستو د هغۀ جاسوسى وکړه.
د حضرت عيسىٰ تعليم او شفا ورکول
17عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو، 18او د هغۀ اورېدو ته راغلى وُو او چې دوئ د خپلو رنځونو نه شفا ومومى. او هغه څوک چې پيريانو نيولى وُو، روغ شول. 19ټولو خلقو کوشش کولو چې لاس وروړى ځکه چې د هغۀ نه يو طاقت راوتلو او ټول به يې روغول.
برکتونه او غمونه
20بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته مخ راواړولو او وې فرمائيل چې، ”تاسو بختور يئ چې غريبان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو ده. 21تاسو بختور يئ چې اوږى يئ، ستاسو لوږه به په مړېدو بدله شى. تاسو بختور يئ چې اوس ژاړئ، ستاسو ژړا به په خندا بدله شى. 22تاسو بختور يئ کله چې خلق تاسو نه نفرت کوى او د خپل مينځ نه مو شړى او درته سپکې سپورې وائى او د اِبن آدم د مريدى په وجه په تاسو اِلزام لګوى. 23نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ او په خوشحالى ټوپونه وهئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے. هم دغه شان د دوئ پلار نيکونو هم د نبيانو سره دغه شان سلوک کړے وو. 24خو اے مالدارو. په تاسو افسوس دے ځکه چې تاسو خپل د خوشحالۍ دور تير کړو. 25په تاسو افسوس چې اوس ماړۀ يئ ځکه چې تاسو به اوږى شئ. په تاسو افسوس چې اوس خاندئ، ځکه چې تاسو به په غم آخته شئ او ژاړئ به. 26افسوس دے په تاسو کله چې ټول خلق ستاسو ښۀ تعريف کوى نو دغه شان د هغوئ پلار نيکونو د دروغژنو نبيانو تعريف هم کولو.
دشمنانو سره مينه
27خو ما ته غوږ شئ چې زۀ درته څۀ وايم د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ او څوک چې ستاسو نه نفرت کوى د هغوئ سره ښۀ کوئ. 28د هغوئ دپاره برکت غواړئ څوک چې په تاسو لعنت کوى او د هغوئ دپاره دُعا کوئ څوک چې تاسو بې‌عزته کوى. 29کۀ څوک تاسو په يو مخ ووهى نو هغۀ ته بل مخ هم ورواړوئ. کۀ څوک ستاسو چُوغه واخلى نو هغۀ ته خپل قميص هم ورکړئ. 30څوک هم چې ستاسو نه څۀ وغواړى هغوئ له يې ورکړئ. کله چې تاسو نه څوک هم ستاسو څيز واخلى نو د هغۀ نه يې بيا تپوس مۀ کوئ. 31د نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره غواړئ. 32کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ځکه چې ګناه ګار هم د هغه چا سره مينه کوى څوک چې د هغوئ سره مينه کوى. 33او کۀ چرې تاسو د هغه چا سره نېکى کوئ څوک چې تاسو سره ښېګړه کوى نو ستاسو څۀ اجر دے؟ ځکه چې ګناه ګار خو هم دغسې کوى. 34او کۀ چرې تاسو تش هغه چا له قرض ورکوئ چې ستاسو باور وى چې تاسو ته به يې واپس کړى نو په دې کښې ستاسو اجر څۀ دے؟ ځکه چې ګناه ګار هم يو بل له قرض ورکوى او يو بل ته يې پوره واپس کوى. 35خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے. 36ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.
په نورو خلقو اِلزام لګول
37په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. بل څوک مۀ مجرموئ نو تاسو به هم مجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړے شئ. 38ورکړئ، نو تاسو ته به واپس درکړے شى. نو ستاسو جولۍ ته به ستاسو برخه ښۀ منډلې دربلې ښۀ ډکه تر خولې خولې واپس مِلاو شى. نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ دغه رنګ به واپس ستاسو ناپ تول کولے شى.“ 39او عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال هم وئيلو چې، ”ولې يو ړوند بل ړوند ته لار ښودلے شى څۀ؟ آيا دواړه به په کنده کښې ونۀ غورزيږى څۀ؟ 40شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى خو هر هغه څوک چې پوره تربيت حاصل کړى نو هغه به د خپل اُستاذ په شان شى. 41تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ 42تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، وروره، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.
ونه د مېوې نه پېژندلے شى
43هيڅکله ښۀ ونه بده مېوه نۀ نيسى، او هيڅکله بده ونه ښۀ مېوه نۀ نيسى، 44ځکه چې هره ونه په خپلې مېوې پېژندلے کيږى. تۀ د ازغو بوټو نه اينځر نۀ شې راټولولے او نۀ د جاړو بوټو نه انګور راشوکولے شى. 45ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
دوه قسمه بنيادونه
46تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟ 47هر هغه څوک چې ما له راځى او زما خبرې اورى او عمل پرې کوى نو زۀ به تاسو ته وښايم چې هغه د چا په شان دے. 48هغه د يو داسې سړى په شان دے چا چې د کور جوړولو دپاره ښۀ ژور بنيادونه وکنستل او بنياد يې په پوخ ګټ کېښودلو. او هر کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو خو هغه يې ونۀ خوځولے شو ځکه چې هغه پوخ جوړ شوے وو. 49خو څوک چې زما خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى نو هغه د داسې سړى په شان دے چا چې د خپل کور بنياد د زمکې په مخ جوړ کړو. کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو نو هغه يې راوغورزولو او بلکل تباه يې کړو.“

Pašlaik izvēlēts:

لوقا 6: PYPB

Izceltais

Dalīties

Kopēt

None

Vai vēlies, lai tevis izceltie teksti tiktu saglabāti visās tavās ierīcēs? Reģistrējieties vai pierakstieties