21
يوويشتم باب
د کونډې ښځې شکرانه
1عيسىٰ چې پاس وکتل نو وې ليدل چې مالداره خلق د خُدائ د کور په خزانه کښې خپلې شکرانې اچوى. 2او هغۀ يوه غريبه کونډه وليدله چې دوه د تانبې سيکې يې ورواچولې. 3هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د دې نورو ټولو نه زياتې واچولې. 4ځکه چې دې نورو چې په شکرانې کښې څۀ هم واچول هغوئ د مال د زياتوالى په سبب واچول خو د هغې سره چې د خپلې ګزارې نه هم کم وُو، هغه ټولې يې واچولې“
د خُدائ پاک د کور د بربادېدو په حقله پېشګوئې
5ځينې خلقو د خُدائ د کور او د هغې د ښکلو کاڼو او په ورکړے شوو نذرانو چې ښائسته کړے شوى وُو، د هغۀ په حقله خبرې کولې. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، 6”دا څيزونه چې تاسو وينئ، داسې وخت راتلونکے دے چې په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“
د تکليفونو او کړاونو نښې
7هغوئ عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، دا هر څۀ به کله پېښيږى؟ او د دې د رانزدې کېدو نښې به څۀ وى؟“ 8عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ. 9او کله چې تاسو د جنګونو او الې ګولې خبر واورئ نو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور اول کيږى خو لا به آخر وخت نۀ وى.“ 10بيا هغۀ دا وفرمائيل، ”قومونه به د قومونو په خلاف وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ مخالفت کوى. 11لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى. 12خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندىخانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ. 13نو دا به ستاسو دپاره د ګواهۍ موقع وګرځى. 14خو ياد ساتئ چې د مخکښې نه د خپلې صفائى په حقله د جواب ورکولو فکر مۀ کوئ، 15ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى. 16تر دې چې ستاسو مور پلار، وروڼه، ستاسو خاندان او دوستان به هم تاسو حواله کړى، په تاسو کښې به ځينې مړۀ کړے شى، 17او زما د نوم په وجه به ټول ستاسو نه نفرت کوى. 18خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى، 19د خپل صبر په وجه به تاسو ژوندون وګټئ.
د يروشلم د بربادېدو په حقله پېشګوئې
20خو کله چې تاسو دا ووينئ چې د يروشلم نه فوجونه راچاپېر شوى دى نو تاسو پوهه شئ چې د هغې بربادى رانزدې شوې ده. 21نو بيا هغه څوک چې په يهوديه کښې دى، غرونو ته دې وتښتى. او څوک چې په ښار کښې وى، هغوئ دې د ښار نه بهر وځى او څوک چې د ښار نه بهر په کلو کښې وى هغوئ دې ښار ته نۀ ځى. 22ځکه چې په هم دې وخت کښې به خُدائ پاک خپل بدل اخلى او څۀ چې ليکلے شوى دى، هغه ټول به پوره شى. 23افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى. 24هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.
د اِبن آدم راتلل
25په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى. 26په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى. 27بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى. 28کله چې دا هر څۀ پېښېدل شروع شى نو پاڅئ او بره وګورئ ځکه چې ستاسو خلاصون نزدې دے.“
د اينځر د ونې سبق
29بيا عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال تير کړو چې، ”د اينځر ونې ته وګورئ يا ټولو ونو ته. 30کله چې دا غوټۍ وسپړى نو تاسو به په خپله وينئ او پوهه به شئ چې اوړے رانزدې شوے دے. 31هم دغه شان چې تاسو دا هر څۀ په کېدو ووينئ نو پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى نزدې ده. 32زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. 33زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
د بېدار اوسېدلو تاکيد
34خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى. 35ځکه چې هغه ورځ په هر چا راتلونکى ده څوک چې په دې دُنيا کښې اوسيږى. 36خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“ 37عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو. 38او سحر وختى به ټول خلق د خُدائ کور ته راټولېدل چې د هغۀ خبرې واورى.