1
اول باب
مقدمه
1ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى. 2بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو. 3نو زۀ هم په خپل وار، اے خوږه تيوفيلوسه، ستا دپاره د پوره تحقيق نه پس دا ټولې خبرې په ترتيب سره ليکم. 4دا د دې دپاره چې ستا په هغه خبرو پوره يقين وشى د کومو نه چې تۀ خبر کړے شوے يې.
د حضرت يحيىٰ د پېدايښت پېشګوئې
5د يهوديه د هيروديس بادشاه په زمانه کښې يو يهودى اِمام وو چې نوم يې زکرياه وو. دے د ابياه د خاندانه وو. د هغۀ ښځه د هارون د اولاده وه. د هغې نوم اليشبع وو. 6دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل. 7خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو. 8يو ځلې چې د زکرياه د خاندان د خِدمت وار وو او هغۀ د اِمامت فرض پوره کولو، 9نو د اِمامت د طريقې په مطابق د هغۀ د نامى هسک راووتلو چې د مالِک خُدائ کور ته ننوځى او خوشبوئى وسيزى. 10دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه، 11چې د مالِک خُدائ يوه فرښته د خوشبويۍ د قربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. 12د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو. 13خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې. 14ستا زړۀ به د خوشحالۍ نه ټوپونه وهى او ډېر خلق به د هغۀ په پېدايښت خوشحاله شى، 15ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى، 16او هغه به ډېر بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ پاک لارې ته راواړوى. 17هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“ 18زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“ 19فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم. 20خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“ 21په دې دوران کښې خلق د زکرياه په اِنتظار وُو او سوچ يې کولو چې هغه د خُدائ په کور کښې ولې دومره ايسار شو. 22کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده. 23کله چې د هغۀ د خِدمت ورځې ختمې شوې نو زکرياه کور ته لاړو. 24د دې نه پس د زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه او پينځۀ مياشتې هغې خپل ځان پټ وساتلو. 25دا يې ووئيل چې، ”دا د مالِک خُدائ رضا ده چې اوس هغۀ زما سترګې اوچتې کړې او زۀ يې د بنى آدمو په وړاندې په خپل فضل سره د سپکاوى نه بچ کړم.“
د حضرت عيسىٰ د پېدايښت پېشګوئې
26بيا د هغې په شپږمه مياشت خُدائ پاک جبرائيل فرښته د ګليل ناصرت نومې ښار ته يوې پېغلې ته ورولېږله 27چې کوژدن يې د داؤد د خاندان يوسف نومې سړى سره شوې وه او د دې پېغلې نوم مريم وو. 28هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“ 29هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے. 30بيا فرښتې هغې ته وفرمائيل چې، ”مريمې. يرېږه مه. خُدائ پاک په تا مهربانه شوے دے. 31ګوره، تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى او تۀ به د هغۀ نوم عيسىٰ کېږدې. 32هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى. 33هغه به د تل دپاره د يعقوب په خاندان بادشاهى کوى او بادشاهى به يې هيڅکله نۀ ختميږى.“ 34مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“ 35فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى. 36بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده. 37ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“ 38مريم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ وينځه يم. تا چې څۀ فرمائيلى دى، هم داسې دې وشى.“ بيا فرښته د هغې نه لاړه.
د بىبى مريمې د اليشبع سره ملاقات
39په دغه وخت مريم نېغه راپاڅېدله او يو ښار ته لاړه کوم چې د يهوداه په غريزه علاقه کښې وو. 40هغه د زکرياه کره ورغله او په اليشبع يې سلام واچولو. 41کله چې اليشبع د مريمې سلام واورېدو نو ماشوم د هغې په ګېډه کښې په ټوپونو شو نو اليشبع د روحُ القُدس نه معموره شوه. 42او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده. 43زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟ 44چې څنګه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګېډه کښې زما بچى ټوپ ووهلو. 45څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
د بىبى مريمې حمد و ثنا وئيل
46او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه. 47اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم، 48چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى. 49ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے. 50او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے. 51او هغه کارونه چې د هغۀ لاس کړى دى، د هغۀ قوت څرګندوى. کبرژن او مغروره يې په خپلو خيالونو سره دانه وانه کړى دى. 52هغۀ حکمرانان د تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبانان يې لويو مرتبو ته رسولى دى. 53اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى. 54هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو، 55هغۀ په اِبراهيم او د هغۀ په اولاد رحم کول چرې هېر نۀ کړل.“ 56مريم د اليشبع سره درې مياشتې پاتې شوه او بيا کور ته واپس راغله.
د حضرت يحيىٰ پېدايښت
57بيا د اليشبع د بچى پېدا کېدو وخت پوره شو او د هغې زوئ پېدا شو. 58هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو. 59او هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چې ماشوم سنت کړى او هغوئ دا غوښتل چې د هغۀ د پلار نوم زکرياه پرې کېږدى. 60خو د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”نه. دے به يحيىٰ بللے شى.“ 61خو هغوئ ووئيل چې، ”ستا په خاندان کښې خو د هيچا هم داسې نوم نشته.“ 62بيا هغوئ د هغۀ د پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چې، ”د دۀ نوم څۀ اېښودل په کار دى؟“ 63هغۀ د ليکلو يوه تختۍ راوغوښته او په دې ټول حېران شول چې هغۀ دا وليکل چې، ”د دۀ نوم به يحيىٰ وى.“ 64سمدستى د هغۀ شونډې او ژبه آزاد شول او هغه ګويا شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. 65ټول ګاونډيان په دې خبره هيبت واخستل او دا خبرې د يهوديه په غريزه علاقه کښې هرې خوا ته خورې شولې. 66چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.
د حضرت زکرياه نبوت
67بيا د هغۀ پلار زکرياه د روحُ القُدس نه معمور شو او دا پېشګوئې يې وکړه، 68”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل. 69او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو. 70او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه 71چې هغه به مونږ د خپلو دشمنانو نه خلاص کړى او د هغوئ ټولو د لاسونو نه څوک چې راسره کينه ساتى. 72او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى. 73هم دا قَسم هغۀ زمونږ د پلار اِبراهيم سره کړے وو، 74چې هغه به مونږ د دشمنانو د لاسه بچ ساتى، او د يرې نه به امان راکړى 75چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو. 76او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې، 77او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے. 78زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى، 79او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“ 80څنګه چې دغه ماشوم لوئېدو نو روحانى قوت يې موندو او تر هغې ورځې پورې په بيابان کښې اوسېدو ترڅو چې هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.