3
درېم باب
د بنى آدم نافرمانى کول
1مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“ 2ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اجازت شته، 3خو د هغه ونې د مېوې نه بغېر چې د باغ په مينځ کښې ده. خُدائ پاک مونږ ته فرمائيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ او نه لاس وروړئ، کۀ داسې مو وکړل نو مړۀ به شئ.“ 4مار جواب ورکړو، ”تاسو به يقيناً نۀ مرئ. 5خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“ 6چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه. 7چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل. 8د ماښامى په نرۍ نرۍ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د راتلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول. 9خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“ 10هغۀ ورته وفرمائيل، ”ما په باغ کښې ستا د راتلو آواز واورېدو، نو زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“ 11نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“ 12آدم جواب ورکړو، ”کومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“ 13نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته وفرمائيل، ”زۀ خو مار دوکه کړم او ما وخوړله.“
د خُدائ پاک د اِنصاف فېصله کول
14بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته وفرمائيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې. د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې ترڅو ژوندے يې خاورې به خورې. 15زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“ 16او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“ 17او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې. 18دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې. 19د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“ 20آدم په خپله ښځه حوا نوم کېښودو، ځکه چې هغه د ټولو بنيادمو مور وه. 21نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.
د حضرت آدم او بىبى حوا د باغ عدن نه شړل
22بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او اوس د ښۀ او بد پوهه لرى. داسې ونۀ شى چې هغه خپل لاس اوږد نۀ کړى او د ژوند ورکونکى ونې نه مېوه وخورى، او تل ژوندے پاتې شى.“ 23نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو. 24آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.