21
يوويشتم باب
د حضرت عيسىٰ اووۀ مريدانو ته څرګندېدل
1څۀ موده پس عيسىٰ بيا د ګليل د درياب په غاړه مريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. هغه په دې طريقه څرګند شو. 2شمعون پطروس او توما چې غبرګونے هم بللے کيږى او نتنىايل چې د ګليل د قانا وو او د زبدى زامن، او دوه نور مريدان هم هلته موجود وو. 3شمعون پطروس هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د کبانو ښکار له ځم.“ نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ به هم درسره ځو.“ هغوئ روان شول او کشتۍ ته وختل خو په هغه شپه هغوئ هيڅ ونۀ نيول. 4چې سحر شو نو عيسىٰ د درياب په غاړه ولاړ وو خو مريدانو ته دا پته نۀ وه چې دا عيسىٰ دے. 5عيسىٰ هغوئ ته نعرې کړې، ”اے دوستانو، تاسو څۀ کبان ونيول کۀ نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“ 6هغوئ ته يې وفرمائيل، ”د کِشتۍ ښى طرف ته جال وولئ نو تاسو به څۀ کبان ونيسئ.“ کله چې هغوئ جال وغورزولو نو هغوئ جال کِشتۍ ته نۀ شو راخېژولے ځکه چې په هغې کښې ډېر زيات کبان راګېر شوى وُو. 7بيا هغه مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے.“ کله چې شمعون پطروس دا واورېدل چې دا مالِک دے نو هغۀ زر خپل قميص واچولو ځکه چې هغۀ خپل قميص کوز کړے وو او درياب ته يې ودانګل. 8خو نور مريدان په کِشتۍ کښې راغلل او د کبانو ډک جال يې راښکو ځکه چې هغوئ د وچې زمکې نه لرې نۀ وُو خو تقريباً يو سل ګزه به وراخوا وُو. 9کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه. 10عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د خپلو هغه کبانو نه چې اوس مو ونيول څۀ راوړئ.“ 11نو شمعون پطروس کِشتۍ ته ورغلو او جال يې زمکې ته راښکلو چې د غټو کبانو نه ډک وو، او دا يو سل درې پنځوس وُو، او سره د دې چې دومره زيات وُو خو بيا هم جال ونۀ شلېدلو. 12عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”راشئ او ناشته وکړئ.“ په مريدانو کښې يو کس هم دا همت ونۀ کړو چې تپوس ترې وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ ځکه چې هغوئ ته دا پته وه چې دا مالِک دے. 13عيسىٰ راغلو، او روټۍ يې واخسته او هغوئ له يې ورکړه او هم دغه شان يې کبان هم تقسيم کړل. 14اوس دا درېم ځل وو چې عيسىٰ د مړو نه د ژوندى کېدو نه وروستو مريدانو ته ځان څرګند کړو.
حضرت عيسىٰ او پطروس
15د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“ 16په دوېم ځل هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس ورته ووئيل، ”آو، مالِکه، تا ته ښۀ پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو بيا زما ګډې سمبالې کړه.“ 17په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه. 18زۀ تا ته رښتيا وايم چې کله چې تۀ ځوان وې نو تا به خپله ملا په خپله تړله او چرته چې به دې خوښه وه هلته به تللې، خو کله چې تۀ زوړ شې نو تۀ به خپل لاسونه خوارۀ کړې او بل څوک به دې ملا وتړى او هغه خوا ته به دې بوځى چرته چې تۀ تلل نۀ غواړې.“ 19عيسىٰ دا خبره د دې راز څرګندولو دپاره وکړه چې پطروس به په دغه شان شهيد کړے شى چې د خُدائ پاک جلال به په کښې څرګند شى. بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“
حضرت عيسىٰ او د هغۀ خوږ مريد
20پطروس راوګرځېدو او هغه مريد يې په ځان پسې راروان وليدلو د چا سره چې عيسىٰ مينه کوله، هغه چې د ماښام د روټۍ په وخت کښې عيسىٰ سره نزدې ناست وو او دا تپوس يې ترېنه کړے وو چې، ”مالِکه، هغه څوک دے چې په تا به مُخبرى کوى؟“ 21کله چې پطروس هغه وليدو نو د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو، ”مالِکه، د هغۀ اَنجام به څۀ وى؟“ 22عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم نو ستا په دې کښې څۀ؟ تۀ ما پسې راځه.“ 23په دې وجه د ايماندارانو په مينځ کښې دا خبره خوره شوه چې دا مريد به نۀ مرى. خو عيسىٰ دا نۀ وُو فرمائيلى چې هغه به نۀ مرى، هغۀ صرف وفرمائيل، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم، نو ستا په دې کښې څۀ؟“ 24دا هغه مريد دے چې د دې هر څۀ ګواهى کوى او دا يې وليکل. مونږ ته پته ده چې د هغۀ ګواهى رښتيا ده. 25خو نور هم ډېر کارونه دى چې عيسىٰ کړى وُو، کۀ چرې دا ټول ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چې په ټوله دُنيا کښې به د هغه ليکلے شوو کتابونو ځائ نۀ وے.