Logo YouVersion
Ikona vyhledávání

اعمال 8

8
اتم باب
د جماعت سره د ساؤل ظلم کول
1او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول. 2او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه. 3خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.
په سامريه کښې د فيليپوس بيان
4خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو. 5نو فيليپوس د سامريه يو ښار ته لاړو او هلته يې خلقو ته د مسيح په حقله بيان وکړو. 6کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو. 7د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول. 8نو په هغه ښار کښې لويه خوشحالى وه. 9په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو. 10او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“ 11هغوئ د هغۀ پيروى کوله ځکه چې هغۀ تر ډيرې مودې هغوئ په خپل جادو حق حېران کړى وُو. 12خو کله چې هغوئ د فيليپوس په هغه زېرى ايمان راوړو چې هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د عيسىٰ مسيح د نوم په حقله ورکولو نو ښځو او سړو بپتسمه واخستله. 13تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو. 14نو کله چې په يروشلم کښې رسولانو واورېدل چې سامريانو د خُدائ پاک کلام قبول کړو نو هغوئ پطروس او يوحنا هغوئ ته ورولېږل. 15کله چې هغوئ ورسېدل هغوئ د دوئ دپاره دُعا وکړه چې په دوئ روحُ القُدس نازل شى. 16ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه. 17بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو. 18کله چې شمعون وليدل چې د رسولانو د لاس په اېښودلو سره روحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پېسې وړاندې کړې، 19او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“ 20خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى. 21په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے. 22د دې بدو نه توبه وباسه او د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه ستا چې کوم نيت دے شايد چې هغه يې درته معاف کړى. 23ځکه چې زۀ وينم چې تۀ د کينې نه ډک يې او د ګناه غلام يې.“ 24نو شمعون جواب ورکړو چې، ”تاسو د مالِک نه زما دپاره دُعا وغواړئ، څۀ چې تا ووئيل، هغه مصيبت په ما رانۀ شى.“ 25نو پطروس او يوحنا د ګواهۍ ورکولو او د مالِک د کلام اورولو نه وروستو هغوئ يروشلم ته واپس شول او په لاره کښې يې د سامريې په ډېرو کلو کښې د زيرى تعليم ورکولو.
فيليپوس او د ايتهوپيا خصى
26بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“ 27نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو. 28او هغه کور ته واپس په خپله جنګى ګاډۍ کښې په لار روان وو چې د يشعياه نبى صحيفه يې په کښې لوستله. 29نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“ 30نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“ 31هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“ 32هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله. 33هغه سپک کړے شو او ورسره اِنصاف ونۀ شو. او څوک به د هغۀ د نسل بيان وکړى؟ ځکه چې د هغۀ ژوند د زمکې نه ختم کړے شو.“ 34او خصى فيليپوس ته ووئيل، ”مهربانى وکړه، دا راته ووايه چې نبى د چا په حقله خبرې کوى؟ د خپل ځان يا د بل چا په حقله؟“ 35نو فيليپوس د صحيفې د دې برخې نه خبرې شروع کړې او هغۀ ته يې د عيسىٰ په حقله زيرے ورکړو. 36‏-37څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“ 38نو ورته د ګاډۍ د ودرولو خواست وکړو، بيا فيليپوس او خصى دواړه لاندې اوبو ته کوز شول او فيليپوس هغۀ له بپتسمه ورکړه. 39کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو. 40خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.

Právě zvoleno:

اعمال 8: PYPB

Zvýraznění

Sdílet

Kopírovat

None

Chceš mít své zvýrazněné verše uložené na všech zařízeních? Zaregistruj se nebo se přihlas