YouVersion Logo
Search Icon

غزلې 6

6
شپږم باب
ښځې
1ستا جانان چرته لاړونه،
په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟
ستا جانان چرته تلے دېنه؟
چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟
محبوبه
2زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه،
خپل د خوشبويانو کټ ته،
چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه،
او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.
3جانان زما او زۀ د جانان يمه،
هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
پينځم سرود
محبوب
4زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه.
آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه،
او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.
5سترګې دې ما نه واړوه،
ځکه چې زۀ يې بې‌وسه کړے يمه.
ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،
چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
6ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،
چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،
او تازه لمبولے شوے وينه.
هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،
يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.
7ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.
8په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې
او په بې‌شمېره پېغلو کښې،
9خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه،
زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه،
او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه.
پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه،
تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې
د هغې د صِفت سندرې وائينه.
10”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه،
لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه،
او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“
11زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه
او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه،
د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه
او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه
12زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه،
او د عشق نه رپېدمه
لکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمه
ښځې
13واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې.
واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه.
محبوب
تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه
کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو
په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟

Currently Selected:

غزلې 6: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in