16
شپاړسم باب
د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل
1هر کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبوداره تېل واخستل او نيت يې وکړو چې ورشى او د عيسىٰ په لاش يې واچوى. 2او د اِتوار په ورځ سحر وختى د نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ قبر له ورغلې. 3په لاره هغوئ يو بل ته ووئيل چې، ”مونږ ته به د غار د خولې نه کاڼے څوک ورغړوى؟“ 4خو چې هغوئ په غور سره وکتل نو څۀ ګورى چې کاڼے د مخکښې نه رغړېدلے وو اګر چې دغه کاڼے ډېر غټ وو. 5هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې. 6خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو. 7خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“ 8نو هغوئ بهر ووتلې او د قبر نه په تېښته لاړې ځکه چې هغوئ يرې او ډېر هيبت اخستې وې. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چې هغوئ يرېدلې.
د حضرت عيسىٰ مريم مګدلينى ته څرګندېدل
9کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو. 10هغه لاړه او د هغۀ مريدانو له ورغله چې ژړا انګولا يې کوله او هغوئ ته يې ټوله قيصه بيان کړه. 11خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.
د حضرت عيسىٰ خپلو مريدانو ته څرګندېدل
12پس له هغې نه هغه په يو بل شکل په دوو مريدانو راپېښ شو څوک چې بهر پټو ته په لاره روان وُو. 13هغوئ واپس لاړل او نورو مريدانو ته يې ووئيل خو هغوئ پرې يقين ونۀ کړو. 14وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بېيقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو. 15بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ. 16هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى. 17څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى. 18کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“
د حضرت عيسىٰ آسمان ته ختل
19هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو. 20نو بيا هغوئ بهر ووتل او هر چرته يې کلام بيانولو، او مالِک د هغوئ سره کار کولو او د هغه معجزو په وسيله کومې چې هغۀ ښودلې کلام صحيح ثابتولو.