YouVersion Logo
Search Icon

ملاکى 3

3
درېم باب
1”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 2خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت کولے شى؟ څوک ودرېدلے شى کله چې هغه راښکاره شى؟ ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى. 3هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى، 4او د يهوداه او يروشلم نذرانې به مالِک خُدائ ته د قبلولو وى، داسې لکه چې په تېرو ورځو، او په تېر شوو کالونو کښې وې. 5”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
د خُدائ پاک نه غلا کول
6”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ. 7ستاسو د پلار نيکونو د وخت نه تاسو زما د احکامو نه اوړېدلې يئ او عمل مو پرې نۀ دے کړے. ما ته راوګرځئ، او زۀ به تاسو ته راوګرځم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ، مونږ څنګه راوګرځُو؟ 8خو زۀ وايم چې، ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟ خو باوجود د دې تاسو زما نه غلا کوئ. خو بيا تاسو تپوس کوئ چې، مونږ تا نه څنګه غلا کوُو؟ خو زۀ دا وايم چې، تاسو په لسمه حِصه او نذرانو کښې زما نه غلا کوئ. 9په تاسو او ستاسو په ټول قوم لعنت دے، ځکه چې تاسو ما نه غلا کړې ده. 10خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى. 11زۀ به ستاسو فصلونه د وبا او مُولخانو د تباه کولو نه وساتم، او ستاسو په پټو کښې به د انګورو بوټى، انګور د پخېدلو نه وړاندې نۀ غورزوى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 12”بيا به ټول قومونه تاسو ته بختور وائى، ځکه چې تاسو به يو ښاد او آباد مُلک يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
د پاک خُدائ د رحم وعده
13مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟ 14تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بې‌فائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه. 15نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“ 16د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو. 17مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى. 18او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“

Currently Selected:

ملاکى 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in